تازه خبرونه

عطامحمد نور: د اجرایي رییس پر سیاسي توان باور نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور وايي چې له دې وروسته د عبدالله عبدالله په سياسي توان باور نه لري، له همدې کبله یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د قدرت د وېش له پاره خبرې کړې دي.

نور وایي چې عبدالله عبدالله په تېرو دوو کلونو کې د جمعيت اسلامي سم استازیتوب ونه کړی شو او وروسته له دې به خپله کابل کې دغه هدف تعقیبوي. اجرایي رییس ته نږدې کسان وایي چې هېڅ تعامل نه شي کولای د اجرایي رییس ځای بدل کړي.

عطامحمد نور له ۱۳کلونو حاکمیت وروسته اوس چمتو شوی چې د بلخ ولایت له مقام سره مخه ښه وکړي. عطامحمد نور د ولسمشر یو سرسخت مخالف او د اجرایي رییس یو کلک ملاتړی و، خو اوس داسې ښکاري چې ولسمشر ته ور نږدې شوی دی. د بلخ سرپرست بي بي سي سره په مرکه کې پر اجرایي رییس نیوکې کړې چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره بحثونو کې کمزوری و.

د بلخ سرپرست عطامحمد نور وايي: “ډاکټر عبدالله یو ښه شخصيت دی، دا کار ازمويل شوی دی، موږ د هغه په شخصيت ډېرې خبرې نه کوو، خو دلته يې ډېره کمزورې لوبه وکړه، سم استازيتوب يې ونه کړ، نو له همدې کبله اړ شوم دې حالت ته بدلون ورکړم او خپله خبرو ته وړاندې شم.”

خو پوښتنه دا ده چې د بلخ له ولایت څخه به تر ګوښه کېدو وروسته نور څه کار کوي؟

عطامحمد نور زیاتوي: “په کابل کې به يم، په کابل کې مبارزه کوم او حق به غواړم، خبرې اترې به ولرم او غونډې به جوړې کړم.”

سپیدار ماڼۍ د بلخ د سرپرست دغو خبرو ته غبرګون نه ښیي خو د اجرایي رییس پلویان وایي، د اصلاحاتو او همپالنې ټیم دې په متحد ډول د سیاسي هوکړه لیک د تطبیق له پاره ګامونه واخلي، خو له ولسمشر غني سره د بلخ د سرپرست خبرې په دې هم د اندېښنې وړ یادېږي چې د اجرایه رییس رول پیکه کېږي.

د اجرایه رییس یو ملاتړی جاوید کوهستاني وايي: “له سياسي پلوه هېڅ ډول تعامل نه شي کولای چې د اجرايه رياست ځای ونيسي، ځکه چې د اجرايه رياست هوکړه د جمعيت د حزب او نورو ډلو تر منځ نه بلکې د ټاکنو د نوماندو تر منځ لاسليک شوی دی.”

عطامحمد نور مخکې ویلي وو چې محمداشرف غني د افغانستان د قانوني ولسمشر په توګه نه پېژني. له بلې خوا د اجرایه رییس سلاکار ویلي وو چې د بلخ سرپرست د شخصي مسایلو له پاره له ولسمشر سره خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version