بلخ @ps
عطامحمد نورخپل برخلیک د صلاح الدین رباني پرېکړې ته سپارلی
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، چې نن یې په مزارشریف ښار کې د عبدالقادر ذبیح الله تلین غونډې ته ته خبرې کولې خپل برخلیک د جمعیت ګوند د رییس صلاح الدین رباني پرېکړې ته وسپاره او پر عبدالله عبدالله یې له ملنډو ډکه نیوکه وکړه او هغه یې د لستوڼي مار وباله.
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور ویلي؛ دی د اشرف غني پر لاسلیک نه دی والي شوی، چی له دندې لیرې شي.
نور ګواښ کوي، چې که ارګ د جمعیت له غوښتنو سره هوکړه ونکړي؛ د بلخ والي و او د داعش او طالب جوړونې د مخنیوي لپاره به والي پاتې وي.
سره له دې، چې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور د استعفا له منظوریدو شپږ ورځي تېریږي؛ خو په یوه غونډه کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله عزت پلورونکی او د لستوڼې مار وباله. عطامحمد نور وویل: عبدالله جهادی قومندانانو، د ا حمد شاه مسعود کورنۍ او خپلو سنګروالو ته خیانت وکړ.
که څه هم اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تر اوسه د عطامحمد نور د استعفا د منظورۍ په اړه غبرګون نه دی ښودلي؛ خو عطامحمد نور پرې تورلګوي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو له وخته تر اوسه د ده شخصیت تخریبوي او څرګندوي؛ هغه غاښونه به یې ورمات کړي، چې د نور په وینا ده ته یې تېره کړي دي.
عطامحمد نور وايی د استعفا په اړه د پریکړې صلاحیت د جمعیت ګوند رییس صلاح الدین ربانی ته سپارل شوی او که ارګ د جمعیت ګوند د غوښتنو په اړه تفاهم ونه کړي د بلخ د والي په توګه به پاتې شي ترڅو د داعش جوړولو پروژه ناکامه کړي.
په داسې حال کې، چې ارګ د عطامحمد نور د استعفا د پرېکړې په اړه بیا کتنه رد کړې او وايي، دا پرېکړه وروستې ده.