بلخ @ps

عطا محمد نور به نور له داکتر عبدالله عبدالله ملاتړ نه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نورته نږدې سرچینې وايي، چې ښاغلی نور له دې وروسته د داکتر عبدالله عبدالله، ملاتړ نه کوي.

عطا محمد نور ته نږدې سرچینې آریانا نیوز ته وویل، چې له دې وروسته عطا محمد نور له داکتر عبدالله څخه ملاتړ نه کوي او که د عبدالرشید دوستم دنده وځنډول شي، عطا محمد نور به د هغه ځای ناستی اعلان شي؛ خو وايي، چې عطا محمد نور د لومړي مرستیال په توګه د ده له اعلانیدو سره مخالفت ښودلی دی.

له ولسمشر سره د بلخ ولایت د سرپرست عطا محمد نور خبرو د جمعیت حزب ته ټکان ورکړی دی. ویل کیږي، چې د دغه ګوند ځيني غړي په عطا محمد نور راټول شوي او له ولسمشر سره د هغه د خبرو ملاتړ کوي؛ خو ځينې نور بیا وايي، چې عطا محمد نور نه شي کولی د حزب په استازیتوب له ولسمشر سره خبرې وکړي.

د جمعیت اسلامي ګوند غړی فضل احمد معنوی په دې باور دی، چې استاد عطا به هیڅکله هم د عبدالله عبدالله له ملاتړه لاس وانخلي.

د نوموړي په وینا د اندونو او نظریاتو بېلابېل والی یو طبیعي امر دی او د ګوندونو غړي دا خپل حق ګڼي، چې خپل لوری واړوي او د یو چا ملاتړ وکړي او یا ترې لاس واخلي.

هغه زیاتوي ، په سیاسي بحثونو کې تلپاتې دوستي او دښمني نه وي.

که څه هم داکتر عبدالله په حکومت کې د جمعیت ګوند د تول او ترازو د برابرولو په بڼه ور ګډ شو؛ خو اوس عطا محمد نور، چې د ګوند مهم غړی دی، له عبدالله ملاتړ نه کوي.

عطا محمد نور ته نږدې سړی فرهاد عظیمي وايي، تر هغې ، چې ښاغلی نور خپلې ځانګړې او شخصي غوښتنې مطرح کړې نه وي د ملاتړ او همکاري نه کولو تور پرې لکول به سم نه وي.

سرچینه وايي، چې عطا محمد نور د ګوند د غړیو په حضور کې له ولسمشر سره خبرې کړي دي؛ خو اسماعیل خان او احمد ضیا مسعود په کې نه ول.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني له عطا محمد نور سره ژمنه کړې، چې په بهرنیو مسایلو کې به هغه د جمعیت د ځانګړي استازي په توګه او په کورنیو اصلاحاتو کې د سلاکار په توګه مني.

 خبریال علي اصغري

Trending

Exit mobile version