تازه خبرونه

عطا محمد نور د امنیتي وضعیت پر وړاندې د درېدو ګواښ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۴, ۱۳۹۹)

د بلخ پخواني والي عطا محمد نور د پنجشنبې پر ورځ د رهنور زریاب په یادغونډه کې څرګنده کړه؛ د هېواد امنیتي وضعیت اندېښمن کړی او له ولسمشر اشرف غني یې وغوښتل، چې  پر امنیتي تګلاره دې له سره غور وکړي.

هغه دا خبرداری هم په ډاګه کړ؛ که حکومت د هېواد ناامنو سیمو ته پاملرنه پیل نکړي، نو دوی به پخپله اقدام وکړي.

نوموړي دغه راز د سهار پر شپږ نیمو بجو د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر امنیتي ناسته نیوکه وکړه او څرګندوي، چې د سړکونو پر بېوزلو خلکو ظلم کول د امنیت تامینولو لار نده.

هغه ویاړي، چې په بهر کې د ژوند کولو پرځای په خپل هېواد کې مړ شي.

 هغه له ټولو افغانانو وغوښتل، چې له سولې بهیر ملاتړ وکړي او په هېواد کې د سولې راوستو او جګړې ته د پای ټکي ایښودو لپاره له هر څه لومړی ملي یووالي او ملي اجماع ته اړتیا ده.

 هغه ولسمشر اشرف غني ته په نغوته کې ویلي، چې د سولې بهیر ته زیان رسونکي غواړي ستونزې رامنځته کړي؛  باید هڅې یې ودرول شي او که ترهګري روانه وي، مونږ اړتیا لرو خپل دوه یم واک وکاروو، چې پوره ټینګاردی.

 عطامحمد نور په دې اند دی، چې کېدی شي ولسمشر پوره خبر نه وي، چې په هېواد کې ځینې کړۍ د سولې مخنیوی کوي.

هغه دا ټینګار هم وړاندې کړی؛  تر هغې، چې امنیت پلي نشي، پایله به یې ښه نه وي.

 د عطا محمد نور دغه څرګندونې په تېرو څو میاشتو کې د خبریالانو، د مدني ټولنې د غړیو او فعالانو په ګډون د عامه شخصیتونو پر وړاندې د یو لړ هدفي بریدونو او چادنو وروسته کړې دي.

نوموړي دغه راز د ارواښاد رهنور زریاب د ادب، ژبې هڅو په ویاړ جوړې شوې غونډې ویلي؛ د زریاب ناچاپ آثار به چاپ او هغه به ورته مناسب قبر هم جوړ کړي.

Trending

Exit mobile version