تازه خبرونه

عطا محمد نور له خپلو پلویانو غوښتي، چې پراخو لاریونونو ته چمتو شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بلخ والي عطا محمد نور له خپلو پلويانو غوښتي، چې نارنجي او زرغونو اعتراضونو ته تياري ونيسي.

د بلخ والي دا ځل له خپلو پلويانو غوښتي، چې په زرغونو او نارنجي اعتراضونو کې پراخو لاریونونو ته چمتو شي.
د بلخ والي عطا محمد نور ویلي، چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیز ټیم د حق د تر لاسه کولو په دریځ کې به داسې اقدامات وکړي، چې د افغانستان د خلکو حقونه حصول شي.
نور همداراز وایي، د یوه کاندید په ګټه له ډکو صندوقونو څخه په پرانیستو سترګو تېرېږي او ځواب یې هم چوپتیا ده. د ټاکنو کمیسیون، حکومت او ملګري ملتونه د رایو د تفتیش په پروسه کې ناکام شوي او په دې نه دي توانېدلي، چې د اصلاحاتو او همپالنې د ټاکنیز ټیم غوښتنو ته رسیدګي وکړي.
بلخوا د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محمد محقق وایي، که د تفتیش پاېله اعلام شوه، کړکېچ به را منځته شي. کوم کړکېچ، چې د ده په خبره د درغلیو د اعلان نتیجه به وي.
بلخوا د تحول او تداوم ټیم غړی فیض الله ذکي وایي، چې دا حرکتونه به نتیجه ورنکړي او هېڅ ډاډ نشته، چې زرغون او نارنجي حرکتونه په تورو او سرو حرکتونو بدل نه شي.
مخکې له دې هم کابل کې پراخ لاریونونه وشول، چې څو اوونۍ یې دوام وکړ. د لویې جرګې په تالار کې اعتراضي غونډې او اعتراضونو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اړ کړ چې کابل ته راشی.
اوس به ولیدل شي، چې دا کړکېچ به کوم حد ته ورسېږي، ایا دا ځل به هم د دغه حالت د ماتولو لپاره کوم امریکایی چارواکی اقدام کوي او که نه؟

Trending

Exit mobile version