تازه خبرونه
عظیمي: په هیواد کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې ده
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وزیره سلامت عظیمي وايي د هیواد په لسو ولسوالیو کې د پام وړ زیات او د اندېښنې وړ کوکنار کرل شوي دي.
دغه راز د یو سلو دوه دیرشو ولسوالیو څخه په یو څلوېښتو ولسوالیو کې د کوکنارو کرکیله د اندېښنې وړ بلل شوې ده.
له نشه يي توکو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په پلمه په افغانستان کې د نشه يي توکو د تولید او کرکیلې په زیاتیدو اندېښنه وښودل شوه.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت مسولین وايي چې دوی د دغو توکو د مخنیوي لپاره پلانونه لري.
سلامت عظیمی – له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره:
” موږ په تېرو څو کلونو کې په هیواد کې د کوکنارو د کرکېلې د پام وړ زیاتوالي شاهد یو. په ورته پیمانه موږ په یادو سیمو کې د جنګ جګړو او ناامنیو شاهدان هم یو.“
د آغلي سلامت په وینا د هیواد په یو سلو دوه دیرشو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي چې په یو څلوېښتو کې ډير او په لسو نورو کې د پام وړ یات او د اندېښنې وړ کوکنار کرل شوي دي.
رپوټونه وايي چې هر کال میلیاردونه ډالره د افغانستان د نشه يي توکو د کار وبار او قاچاق له درکه د مافیا او وسلوالو ډلو جیبونو ته لویږي.
له دې ور هخوا افغانستان په کور د ننه درې میلیونه په نشه يي توکو روږدي کسان لري چې د دغه حالت د کابو کولو لپاره هیڅ ډول عملي پروګرامونه نه سترګو کیږي.
تیرې څوارلس کلنې مبارزې ته په کتو چې لاهم افغانستان د نړی د سترو تولیدوونکو هیوادونو په سر کې دی، سخته ده چې مبارزه به د پام وړ لاسته راوړنه ولري.