سوداگري

عمان او افغانستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا پرلارو چارو خبرې وکړې

دا ناسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ د پراخولو او همدارنګه د لوژستیک او ګرځندوی په برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ ( د کب دوه‌ویشتمه) د عمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس فیصل عبدالله الرواس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي (سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.

دا ناسته د دواړو خواوو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصاد په برخو کې د همکارۍ د پراخولو او همدارنګه د لوژستیک او ګرځندوی په برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.

دواړو خواوو د هغو ګډو پروژو ملاتړ هم یاد کړ، چې د اقتصادي ودې هڅولو کې مرسته کوي او په دې برخو کې د سوداګرۍ او پوهې تبادلې پر اهمیت ټینګار وکړ.

د دې غونډې په بهیر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې آسانه کولو او د متقابلو ګټو لپاره له موجوده فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه موافقه وشوه.

امیر خان متقي د یکشنبې پر ورځ عمان ته سفر وکړ. د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دا سفر د عمان د بهرنیو چارو وزیر په بلنه ترسره شوی دی.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ په پیل کې امیر خان متقي د یوه پلاوي پر مشرۍ عمان ته  د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیر پر بلنه سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version