تازه خبرونه

عمران خان او اشرف غني د سولې په اړه خبرې کړي

Published

on

پاکستان ته د طالب پلاوي له تګ سره جوخت، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې څرګنده کړې، چې د سیاسي هوکړې لپاره له طالبانو سره ګوري.

په داسې وخت کې، چې د طالبانو پلاوی له پاکستانيو لوړپوړیو چارواکو سره خبرې کوي؛ عمران خان او اشرف غني د دې سفر په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.

ارګ ویلي: عمران خان د اوربند ډاډ ورکړی او وایي، چې له طالبانو او نورو افغان اړخونو سره؛ ځکه ګوري، چې په افغانستان کې د یوې بشپړې او هر اړخیزې سیاسي هوکړې بنسټ کېښودل شي.

په هېواد کې یو شمېر سیاستوال په دې اند دي، چې پاکستان د طالبانو فکري او مالي ملاتړی هېواد دی.

د امریکا لوی درستیز په کابل کې له ولسمشر سره د تاوتریخوالي د کمولو او د افغان پوځونو د ملاتړ په هکله خبرې کړې دي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي له ولسمشر اشرف غني سره له خبرو وروسته ویلي، چې تاوتریخوالی ډېر لوړ شوی او باید اوربند وشي.

ارګ زیاته کړې، چې په دې سفر کې امریکا یو ځل بیا د افغان پوځیانو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

په دوحه کې حکومتي پلاوی هم د هېواد له بېلابېلو بنسټونو او حکومتي مشرانو سره  په سلا مشوره بوخت دی.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې رامنځته کیږي، چې ولسمشر اشرف غني د  خبرو د دوه یم پړاو لپاره خپل هېواد او په ځانګړي توګه د کندهار ولایت خرقه مبارکه غوره بولي؛ خو طالبان د خپلمنځي خبرو د هوکړي له مخې ویلي، چې د دوه یم پړاو خبرې به په دوحه کې وي.

Trending

Exit mobile version