نړۍ
عمران خان او پوتین د سیمې او افغانستان په اړه خبرې وکړې
د پاکستان لومړي وزیر او د روسیې ولسمشر په ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر وروستیو پرمختګونو، د افغانستان په ګډون د سیمې پر حالاتو او د اسلام وېرونې په اړه خبرې وکړې.
عمران خان د دوشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۷) ټویټ کړی، چې له ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني خبرې کړي او څرګندوي؛ پوتین لومړنی مشر دی، چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد(ص) پر وړاندې یې د مسلمانانو له احساساتو سره خواخوږي او حساسیت څرګند کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر په ډاګه کړې؛ پوتین ته یې بلنه ورکړې، چې اسلام آباد ته رسمي سفر وکړي او دواړه لوري د سوداګرۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو او تعاملاتو ډېرولو ټینګار کړی دی.
هغه څرګنده کړې؛ اسلام ضد احساسات راپارول یو ناوړه او له کرکې ډک عمل دی، بدې پایلې رامنځته کوي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر هم په ډاګه کړې؛ عمران خان د افغانستان د شتمنیو پر آزادولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې هېواد کې ثبات د ګاونډ هېوادونو او ټولې سیمې په ګټه دی.
دغه راز ویل شوي، چې افغانان له اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دي او لاسنیوي ته اړتیا لري.
د روانې میاشتې په پیل کې د پاکستان لومړي وزیر د اسلام ضد احساساتو د راپارولو د مخنیوي په اړه د روسیې د ولسمشر له پیغام هرکلی کړی او وایي، چې د اسلام پیغمبر (ص) ته سپکاوی د بیان آزادي نه ده.