بی بی سی پښتو

عمران خان: جنسي تېری کوونکي‌ کسان باید خصيان کړل شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۴, ۱۳۹۹)
Facebook/@ImranKhanOfficial
عمران خان وایي، لوستلي یې دي چې د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې دا قانون وار د مخه رواج دی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، دی په دې باور دی چې هغه کسان چې پر نورو جنسي تېری کوي، باید د کیمیاوي موادو او یا هم د جراحۍ له لارې خصیان کړل شي.

نوموړي له یوه خصوصي پاکستاني تلویزیون سره مرکه کې وویل، دا به هغو خلکو ته یو درس وي څوک چې بیا بیا دا ډول عمل ترسره کوي.‌

د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې په داسې حال کې رامخې ته کېږي چې پاکستان کې پر یوې مېرمنې د جنسي تېري پېښې په ټول هېواد کې سخت غبرګونونه او احتجاجونه پارولي دي.

دا پېښه څو ورځې وړاندې د لاهور پر موټروې هله وشوه چې د یوې ښځې موټر خراب شو، او وروسته د هغو کسانو لخوا پرې جنسي تېری وشو چې ظاهراً یې مرسته ورسره کوله.

پاکستاني چارواکي وایي چې په دې تړاو یې لږ تر لږه یو کس نیولی دی او پلټنې یې روانې دي.

جنسي تېری کوونکي دې درجه بندي شي‌

لومړی وزیر عمران خان وایي، لکه څنګه چې د قتل یا وژنې پېښې درجه بندي کېږي یا په څو کټګوریو وېشل کېږي او بیا پر هماغه بنسټ سزا ورکول کېږي، همدا ډول باید د جنسي تېري عمل هم په کټګوریو ووېشل شي.

ښاغلی خان وایي،‌ د همدې درجې بندۍ پر اساس دې بیا هغه کسان چې د لومړۍ یا جدي کټګورۍ جنسي تېري کوونکي دي، باید خصیان کړل شي او جنسي وړتیا ترې واخیستل شي.

لومړي وزیر عمران خان په دې مرکه کې ویلي،‌ په دې اړه یې مطالعه کړې ده او لوستلي یې دي‌ چې د نړۍ په ځینو هېوادونو کې دا سزا وار د مخه رواج ده.

عمران خان وایي، کله چې نوی واکمن شو نو په دې باور و چې جنسي‌ تېري کوونکي‌ باید اعدام شي.

خو نوموړی وایي، وروسته مشوره ورکړل شوه چې د اعدام په سزا به د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه را وپارېږي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې وار د مخه دا قانون شته

هېره دې نه وي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر کې وار د مخه دا موضوع ځایي اسمبلۍ ته وړاندې شوې ده او په اړه یې پرېکړه هم شوې ده.‌

یادې اسمبلۍ د تېرې جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه په لوی اکثریت ځینې قانوني اصلاحات تصویب کړل.

په دې لړ کې د هغو کسانو د خصي کولو قانون هم تصویب شو چې پر ماشومانو جنسي تېری کوي.

د دې اصلاح وړاندیز کوونکی احمد رضا قادري‌ وایي، د خصي‌ کولو سزا بې له شکه چې سخته سزا ده،‌ خو دوی سره له دې پرته بله چاره هم نه وه.

نایجریا کې هم ورته قانوني ګام اخیستل شوی‌

څو ورځې وړاندې د نایجریا کاډونا ایالتي پارلمان هم یو قانوني طرح تصویب کړه، چې له مخې به یې هغه نارینه د جراحي عملیاتو له لارې خصي کېږي، چې تر ۱۴ کلونو پر کم عمره ماشومانو جنسي تېری وکړي.

د ایالت والي ناصر احمد الروفي له لاسلیک وروسته به د نایجریا په دغه شمال لوېدیځ ایالت کې دا طرح په قانون بدله شي.

والي الروفي مخکې دغه طرح تایید کړې او وایي، دا ګام یې ځکه واخیست چې تېري کوونکي دویم ځل جرم تکرار نه کړي.

د نایجریا فدرالي قانون له مخې د جنسي تېري مجرمانو لپاره له ۱۴ کالو نیولې تر عمري زندان پورې سزا ورکول کېږي، خو سیمه ییز قانون جوړوونکي کولای شي بېلا بېلې سزاوې وټاکي.

Trending

Exit mobile version