تازه خبرونه

عمران خان د افغانستان لپاره د ډېرو پراختیایي مرستو ژمنه وکړه

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۷, ۱۴۰۰

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په پاکستان کې مېشت افغان زدکړیلان وستایل او څرګندوي، چې دوی به د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ټویټ کړی، چې عمران خان پرون له افغانستان سره د همکارۍ د عالي کمېټې په څلورمه غونډه کې وویل، چې د پاکستانیو پوهنتونونو افغان زدکړیالان به د افغانستان په پرمختګ او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د افغان زدکړیالانو لپاره د سکالرشیپ پروګرام به هم روان وساتل شي.

هغه زياته کړه، چې پاکستان سوداګريزو اړيکو او پرمختيايي پروژو ته لومړيتوب ورکوي.

منصور احمد خان د عمران خان د څرګندونو له مخې ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې له روغتیايي سیسټم او د سړکونو او ریل پټلۍ جوړولو ملاتړ کوي.

د پاکستان سفير زياته کړې، چې دوی ته د خلکو تر منځ د اړيکو پياوړتيا د ټینګار وړ ده.

Trending

Exit mobile version