نړۍ

عمران خان د محکمې د حکم پر وړاندې پر مبارزه ټینګار وکړ

Published

on

Last Updated on: وری ۲۰, ۱۴۰۱

د پاکستان سترې محکمې د لومړي وزير عمران خان پر ضد د بې باورۍ د تحريک مخنيوی او د پارلمان ړنګول یوه ناقانونه هڅې نومولي دي.

د کرکټ پخواني ستوري سیاسي متحدینو د تېرې یکشنبې پر ورځ پارلمان ړنګ او منحل کړ، چې د عمران خان پر ضد د نه باور رایې مخه ونیسي.

عمران خان د ځان په اړه د محکمې له پرېکړې وروسته ویلي، چې خپلې هڅې به روانې ساتي.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې د جمعې پر ورځ به د کابینې له غونډې وروسته ملت ته وینا وکړي.

نوموړي په خپل یوه ټویټ د کرکټ د اصطلاح له کارولو سره په ډاګه کړې: ملت ته زما پیغام دا دی، چې ما تل د پاکستان لپاره مبارزه کړې او تر وروستي توپ پورې به هڅیږم.

عمران خان له دې مخکې پر امریکايي چارواکو تور لګولی و، چې د هغه د ګوښه کولو د هڅو ملاتړ کوي؛ خو دا تور واشنګټن رد کړی دی.

د محکمې له پرېکړې وروسته د عمران خان پلویان سړکونو ته راووتل او د امریکا ضد شعارونه یې ورکول. اپوزیسیون هم دوی ته نږدې د محکمې له پرېکړې هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version