بی بی سی پښتو

عمران خان: نړیواله ټولنه باید د خپل نړیوال مسوولیت له مخې له افغانانو سره مرستې وکړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)
Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې نړیواله ټولنه باید د خپل نړیوال مسوولیت له مخې له افغانانو سره مرستې وکړي.

عمران خان پر ټویټر لیکلي چې په دې بیړنیو حالاتو کې دې نړیواله ټولنه له میلیونونو افغانانو سره عاجلې مرستې وکړي.

د هغه په وینا دا کار باید د هغه مسوولیت له مخې ترسره شي چې د ملګرو ملتونو په پرېکړه لیک کې د رایو په اکثریت تصویب شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د بریتانیا حکومت ته د پخواني لومړي وزیر ګورډن براون هغه وړاندیز تکرار کړی چې وايي په افغانستان کې په ژمي کې دې د ولږې د مخنیوي لپاره له افغانانانو سره د مرستو په خاطر یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي.

د هیلري کلنټن هیله

Getty Images

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن وايي هیله منه ده چې پر طالبانو د اغیز یوه لاره به موجوده وي څو د نړیوالو فشارونو او نورو کړنو له لارې له طالبانو سره تعامل وشي او هغوی اړ ایستل شي چې لږ ترلږه د نجونو د زده کړو په برخه کې یو بل ډول کړنلاره غوره کړي.

نوموړې دا خبره په داسې مهال کړې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اروپا ته د لومړني رسمي سفر په ترڅ کې ناروی ته تللی دی.

میرمن کلنټن له یوې ځوانې افغانې جلۍ سره په خبرو کې چې په افغانستان کې پټه ده وویل په افغانستان کې وضعیت په جدي ډول نامناسب او خطرناک دی.

میرمن کلنټن د لیمې په نامه دغې جلې سره په خبرو کې ویلي د افغان نجونو د ملاتړ لپاره چې هرڅه وکولای شم هغه به وکړم، ان که له لېرې هم وي څو هغوی وکولای شي چې خپلو زده کړو ته په افغانستان کې دوام ورکړي.

دغې افغانې جلۍ میرمن کلنټن ته وویل چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې خوشحاله ژوند درلود، ډېر فرصتونه یې لرل، د زده کړو او مدني چارو ترسره کولو حق یې درلود خو اوس په کور کې ناسته ده او اړه ده چې خپل هویت پټ وساتي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې پرون شنبه (د جنورۍ ۲۲مه) د ناروی په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته تللی وايي په اسلو کې به له ناروژي چارواکو، اروپايي ټولنې او امریکا له استازو او افغانانو سره د نړیوالو بشري مرستو په هکله خبرې وکړي.

لندن کې مظاهره

BBC

ناروی ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره هممهاله پرون شنبه یو شمېر افغانانو په لندن کې د ناروی د سفارت مخې ته مظاهره وکړه.

دغو مظاهره چیانو په خپلو شعارونو کې د ناروی له حکومت نه غوښتنه کوله چې طالبان په رسمیت ونه پیژني.

مظاهره چیانو ویل د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکول ښايي د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندولو په مانا وانګیرل شي.

خو د ناروی حکومت ټینګار کړی چې امیرخان متقي او ورسره مل پلاوي ته بلنه طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او رسمیت پیژندلو په مانا نه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ورسره مل پلاوی په یوه ځانګړې الوتنه کې ناروی ته تللی دی او ښاغلي متقي ویلي چې په دې درې ورځني سفر کې به د ناروی د حکومت، اروپايي ټولنې او امریکا له استازو او یو شمېر افغانانو سره خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version