سیمه ییز خبرونه
عمران خان په ټول هېواد کې د ( آزادۍ ) لاریونونو غوښتنه وکړه
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د یکشنبې پر ورځ په ټول هېواد کې د ( آزادۍ ) لاریونونو غوښتنه وکړه.
د کرکت د ډګر اتل او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د تېر کال په اپریل میاشت کې د فساد پر تور له واکه لرې او تېره اوونۍ پوځیانو بندي کړ؛ خو د جمعې پر ورځ له هغې وروسته خوشې شو، چې د سترې محکمې لخوا یې نیول غیر قانوني اعلان شول.
د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د عمران خان پر نیول کیدو غصه شويو، پلویانو یې لاریون وکړ؛ د لاریون پر مهال حکومتي ودانیو ته اور واچاول شو، سړکونه بند شول او د اردو ملکیتونو ته یې زیان ورساوه.
عمران خان د شنبې پر شپه په یوتیوب کې د خپرېه شوې وینا پر مهال ویلي.آزادي په اسانۍ نه راځي؛ تاسې یې باید ترلاسه کړئ او د هغې لپاره باید سرښندنه وښي.
هغه له پلویانو وغوښتل، چې د یکشنبې تر ماښامه د یو ساعت لپاره په ټول هېواد کې لاریونونه وکړي.
په ټول پاکستان کې له پېنځه ورځو ګډوډۍ وروسته؛ د یکشنبې سهار ارامه و؛ خو عمران خان ژمنه کړې، چې د چارشنبې پر ورځ به د بېړنیو ټاکنو لپاره کمپاین ته راوګرځي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر له تېرو څو میاشتو راپدیخوا د پوځ پر وړاندې د مبارزې لړۍ روانه ساتلې.
د تېرې اوونۍ د سې شنبې پر ورځ د هغه نیول له هغې څو ساعته وروسته تر سره شول، چې پر لوړ پوړيو چارواکو تېر کال د وژنې ادعا راپورته کړه.
د فرانسې خبري آژانس څرګنده کړې؛ د پاکستان ځواکمن پوځ د خپل ۷۵ کلن تاریخ نږدې نیمایي کلونه نېغ پر نېغه واکمني چلولې او پر سیاسي سیستم یې واکمني روانه ساتلې ده.
هغه خبریالانو ته ویلي وه، چې د پوځ مشر یې په نیولو کې لاس درلود.
عمران خان په لاریونونو کې پر پوځي تاسیساتو له بریدونو څخه ځان ددې ته کړ؛ د خپل ګوند د غړيو ښکېلتیا یې رد کړه او د تاوتریخوالي په اړه یې د خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه.
پوځ د خان لخوا لګول شوي تورونه ردوي او په دې اړه یې د شنبې پر ورځ خبرداری ورکړ.
پولیسو او روغتونونو ویلي، چې تېره اوونۍ په ناکراریو کې لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي دي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، په سلګونه پولیس افسران ټپیان شوي او په پنجاب او خیبر پښتونخوا صوبو کې له ۴۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.
د عمران خان یو وکیل ویلي، د مظاهرو له پیل راپدیخوا د تحریک انصاف لږ تر لږه لس لوړپوړي مشران نیول شوي وه.
د سې شنبې پر ورځ لومړي وزیر شهباز شریف خبرداری ورکړ؛ هغه کسان، چې د تاوتریخوالي په اسانه کولو، هڅولو او ترسره کولو کې ښکېل دي باید په ۷۲ ساعتونو کې ونیول شي.
هغه له خوشې کېدو وروسته لاهور ته د سفر پر مهال ویلي، هغه کسان، چې د دولت ضد چلند یې ښودلی و دې نیول شي او په ترهګرۍ ضد محکمو کې دې محاکمه شي.
د فرانسې خبري آژانس څرګنده کړې؛ د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي؛ پولیس به عمران خان د اکتوبر په میاشت کې له انتخاباتو مخکې بیا ونیول شي.
د اسلامآباد های سترې محکمې حکم کړی، چې خان دې د دوشنبې تر ورځې له نیول کېدو خوندي وساتل شي.