تازه خبرونه
عمران خان د لومړي وزارت لوړه ترسره کړه
د ايس سي پي ار ډي د خبرله مخې؛ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د لومړي وزارت لوړه ترسره کړه.
په دې اړه د پاکستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې غونډه وه، چې په کې کورنيو او بهرنيو ميلمنو گډون کړی و.
دغه غونډه د پاکستان د ملي ترانې په ويلو پيل او بيا د قرآن کريم تلاوت او ترجمه وشوه؛ د پاکستان ولسمشر ممنون حسين له عمران خان څخه ژمنه واخیسته او عمران خان د ٥ کالو لپاره د پاکستان لومړى وزيرشو.
د پاکستان تحریک انصاف په پارلماني ټاکنو کې ۱۵۲ چوکۍ ګټلي؛ خو د عمران خان له ګوند سره نورو ۷ ګوندونو هم ائتلاف کړی، چې ټولې ائتلافي چوکۍ یې ۱۸۳ ته پورته کیږي.
متحده قومي مومنت پاکستان ۷ چوکۍ، پاکستان مسلم لیګ ۳ چوکۍ، بلوچستان عوامي ګوند ۳ چوکۍ، بلوچستان نیشنل ګوند ۴ چوکۍ، ګراند دیموکراتیک الاینس ۳ چوکۍ، عوامي مسلم لیګ او جمهوري وطن ګوند یوه یوه چوکۍ او نهه تنه آزاد کاندیدان له عمران خان سره په ائتلاف کې یوځای شوي دي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ۱۹۹۶ کال کې د تحریک انصاف بنسټ کښيښود؛ د ۲۰۰۲ کال په ټاکنو کې د نوموړي ګوند یوازي یوه چوکۍ په پارلمان کې وګټله، په ۲۰۰۸ کې يې په ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه وکړه، په ۲۰۱۳ کې يې له ۷.۵ میلیون زیاتې رایې تر لاسه کړي، چې په دې توګه د پاکستان په سطحه دوه یم ګوند و، چې زیاتې رایې یې تر لاسه کړې وې؛ خو د چوکیو په حساب درېیم ګوند هم و.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان په پارلمان کې عمران خان په لوی اکثریت رایې خپلې کړې او د پاکستان ۲۲ لومړی وزیر وټاکل شو.