تازه خبرونه

عمران خان او خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۳۱) د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.  

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۴ عمومي ناستې په څنډه کې له زلمي خلیلزاد او امریکایي سناتور لیندیسي ګرهام سره لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو خواوو سولې ته د رسیدو لپاره د افغانستان، امریکا او پاکستان پر هڅو خبرې او بحثونه کړې دي.

په دې لیدنه کې عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې جګړې پوځي حل لار نلري؛ ځکه، نو حکومت یې سولې ته د رسیدو لپاره له ټولو نوښتګرو ملاتړ کوي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ښاغلي عمران خان په دې لیدنه کې هیله ښودلې، چې د سولې بهیر ژر تر ژره بیا پیل شي.

خبرپاڼه څرګندوي، چې عمران خان په افغانستان کې وروستي خونړي بریدونه غندلي او وایي، چې په افغانستان کې سوله د پاکستان د اقتصادي ودې او سیمه ییز ثبات لپاره اړینه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ښکېلو خواوو غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې لپاره خپلې ګدې هڅې چټکې او غښتلې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې زلمي خلیلزاد په تېرو لس میاشتو کې له طالبانو سره ۹ پړاو خبرې کړي او ان د سولې هوکړه لیک یې د لاسلیک لپاره دونالد ترمپ ته چمتو کړی؛ خو ترمپ د طالبانو د کابل په یوه خونړي برید کې د یو امریکایي او ۱۱ افغانانو د وژل کیدو له کبله له طالبانو سره سوله مړه وګڼله او په دې اړه خبرې یې ودرولې.

Trending

Exit mobile version