تازه خبرونه

عمران خان او خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

زلمی خلیلزاد د خپلو سفرونو دوه یم پړاو له بلجیم او روسیې پیل کړی او له کابل وروسته اسلام آباد ته رسیدلی او د دې حکومت له لومړي وزیر عمران خان سره یې د سولې خبرو اترو د بیا پیل په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ لومړي وزیرعمران خان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د افغانستان جګړې د پای لپاره دې عملي ګامونه واخلي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې: ټول لوري باید په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. اړتیا وه، چې د منفي هڅو لپاره چې لاسته راوړنې یې  تر سیوري لاندې راوستې، کلک دریځ نیول شوی وای.

پاکستان ته له سفر مخکې خلیلزاد په کابل کې له افغان مشرانو او ځینو سیاسي څېرو سره هم کتلي دي. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د روسیې له آر تي شبکې سره په خبرو کې ویلي، د سولې خبرو د پیل په صورت کې به  اوربند او د تاوتریخوالي بندول په لومړیتوب کې وي.

ویل کیږي، چې د خلیلزاد دغه پیل شوی سفر له طالبانو سره د دریدلو خبرو بیا پیل ته ځانګړی شوی، چې شرط یې د دوه امریکایي استادانو په بدل کې د انس حقاني خوشې کیدل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن په یوې خبري ناسته کې په ډاګه کړه، چې: کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر د سولې خبرو په اړه نه و، بلکې د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو د خوشې کیدو په اړه و. دغه استادان پر مونږ حق لري؛ ځکه، چې زمونږ ځوانان یې روزل. مونږ مرستې ته چمتو یو او په دې اړه کار روان دی.

زلمي خلیلزاد د خپل سفر په دې پړاو کې د ناتو، د ملګرو ملتونو د سازمان  او د څو اروپایي هېوادونو له استازیو سره وکتل او وروسته روسیې ته ولاړ او د روسیې، چین، پاکستان او امریکا په څلور اړخیزه ناسته کې یې ګډون وکړ. په دې ناسته کې برخوالو په یوه ګډه اعلامیه کې د تاوتریخواي د کمیدو او د سولې خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version