مهم خبرونه

عمران خان د لومړي وزیر په توګه د پارلماني غړیو د رایو خپلولو ته اړ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان تحريک انصاف ګوند پرون عمران خان د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه نومولی؛ خو عمران خان اړ دى، چې د دغه مقام د خپلولو لپاره د پارلمان د غړيو رايې ترلاسه او د اپوزیسيون نوماند ته ماتې ورکړي.

 د عمران خان لپاره به د شنبې پر ورځ(د زمري ۲۰) په پارلمان کې رايه اچونه کېږي او دى هم د صدارت مقام د ګټلو لپاره اړ دى هغه نوماند ته، چې د اپوزیسيون له خوا په ګډه معرفي شوى؛ ماتې ورکړي.

د تحريک انصاف ګوند يوه مشر عارف علوي، چې له کراچۍ څخه منتخب وکيل دى ويلي؛ عمران خان د دوشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د دغه ګوند په غونډه کې رسماً د صدراعظم څوکۍ ته ونومول شو.

د پاکستان د بهرنيو چارو پخواني وزير او د تحريک انصاف ګوند مرستيال شاه محمود قريشي ويلي، د عمران خان نومول کیدل د ګوند د اکثريت غړيو له خوا تائيد شوي دي.

Trending

Exit mobile version