لوبی
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
د افغانستان اتلانو لیګ د فوټبال سیالیو په درېیمه لوبه کې عینو مېنې د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د استقلال کابل لوبډلې ته ۳ـ۰ ماتې ورکړه او په څلورمه لوبه کې بیا اټک انرژي پر همدې پایلې خدیم افسي ته ماتې ورکړه.
د عینو مېنې لوبډلې درې ګولونه؛ دوه ګوله نبي مقدس او یو هغه حمید نورزي وواهل. د اټک انرژی لپاره علي رضا پناهي، بهنام او محبوب حنفي ګولونه ووهل.
د افغانستان اتلانو لیګ درېیم پړاو د شنبې پر ورځ پیل شو، چې په پیلیزه لوبه کې ابو مسلم لوبډلې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۲ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.
په دوهیمه لوبه کې سورخپوشان خوافي، خرآسان لوبډلې ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه.
ټاکل شوې نن (دوشنبه د وري درېیمه / د اپریل دوهویشتمه) دوه لوبې ترسره شي.
لومړۍ لوبه به د جوانانواحدي او موجساحل ترمنځ غرمه مهال پر ۱:۰۰ پیل شي.
دوهیمه هغه به له غرمې وروسته ۳:۳۰ د عدالت فراه او میوند ترمنځ شي.
دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.