تازه خبرونه

غربي هېوادونه او په ځانګړي توګه امریکا غواړي، چې پاکستان تجزیه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی کارپوه وایي؛ غربي هېوادونه او په ځانګړي توګه امریکا غواړي، چې پاکستان تجزیه کړي.

دغه خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلي، چې په امریکا کې دننه د پاکستان پر ضد ګڼې نیوکې راپورته شوې دي.

په جګړه اخته هېوادونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي کارپوه وحیدالله وحید یوi تلویزیون ته په خبرو کې ویلي؛ د اوباما اداره په دې اړه پرېکړه کوي، چې که پاکستان تجزیه نشيپ خپله امریکا له منځه ځي.

 وحیدالله زیاته کړې، چې د غرب ګټې د ترهګرۍ، نشه یی توکو او افراطیت له خوا ګواښل کیږي.

له دې کبله هغوی پرېکړه کړې، چې پاکستان ژر تر ژره تجزیه شي او د دغه کار له پاره ټول شرایط تیار دي.

هغه همدارنګه وویل، چې که پاکستان تجزیه نشي، ترهګري او افراطیت به ټولې نړۍ ته خپور شي.

Trending

Exit mobile version