سیمه ییز خبرونه

غزنى به تر راتلونكيو دوه ورځو د زرگونه كورنيو او بهرنيو ميلمنو كوربه وي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني خلك هغې نېټې ته شېبې شماري، چې په پام كې ده د دغه ولايت د اسلامي هېوادونو د تمدن د مركز په توگه ونومول شي.

د غزني والي محمد موسى اكبرزاده وايي:

دغو مراسمو ته له شپږ زرو ډېر كورني او بهرني ميلمانه بلل شوي، چې د يو شمېر هېوادونو د فرهنگ وزيران او نور لوړ پوړي چارواكي هم په كې شته.

په مخكيني جشن كې خلكو يوه نيوكه دا وه، چې ولسمشر حامد كرزي په كې گډون ونه كړ؛ خو اوس هم روښانه نه ده، چې هغه به په دې جشن كې گډون وكړي او كه څنگه .

په غزني كې زرگونه امنيتي ځواكونه گومارل شوي، چې امنيت ټينگ كړي.

د غزني ښار په څنډو كې هم امنيتي كمربند جوړ شوى دى.

د غزني د پوليسو قوماندان زړور زاهد وايي:

د جمعې له ورځې وروسته هيڅ واسطه په ښار كې د گرځيدو اجازه نه لري.

هغه زياتوي، د ښار په ټولو دروازو كې امبولانسونه چمتو شوي، چې ناروغان روغتون ته ورسوي.

د غزني امنيتي چارواكي خلكو او حكومت ته ډاډ وركوي چې په دې جشن كې به له هيڅ امنيتي ستونزې سره مخامخ نه شي .

هغه په ډاگه كړه، دا جشن به د كب په څلورمه جوړه شي.

Trending

Exit mobile version