سیمه ییز خبرونه

غزنى د تاريخي آثارو د ساتنې موزيم نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

غزنى د اسلامي هېوادونود تمدن اوفرهنگ مركزنومول كيږي، خو د تاريخي آثارو د ساتنې موزيم نه لري. اوس له همدې كبله له لس زره ډېر لرغوني آثار په ملي موزيم كې ساتل كيږي.

كه دا اثار غزني ته ونه ليږدول شي؛ نو په ۲۰۱۳م كال كې به دا لرغونې شتمني، چې د دغه ولايت تاريخي لرغونتوب ښيي، بهرني ميلمانه ونه گوري.

دغزني والي هم په دغه ولايت كې د موزيم د نشتوالي له كبله په خپل دفتر كې شخصي موزيم جوړكړى دى.

كه څه هم د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رييس حميدالله سروري ويلي ول، چې له كابل څخه به د غزني لرغوني آثار دغه ولايت ته وليږدوي؛ خو اوس وايي:

د موزيم جوړولو د پروژې د نه بشپړيدو او امنيت د نشتوالي له كبله مو برياليتوب په برخه نه شو.

د غزني والي محمد موسى اكبرزاده وايي:

تراوسه مې له ۱۶۰ ډېر لرغونې توكي پخپلو شخصي پيسو رانيولې دي. په غزني كې د موزيم د نشتوالي له كبله دا شخصي موزيم هم غنيمت دى.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رييس حميدالله سروري د والي دا كار د قانون خلاف گڼي.

د نوموړي په وينا:

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت له لوري دې د دې موزيم آټثار ثبت شي، چې په ۲۰۱۳ز. كال نندارې ته وړاندې شي.

سروري وايي:

د غزني هغه لرغوني آثار، چې په كابل كې ساتل كيږي له اسلامي او بودايي دورو سره تړاولري او هيله ده، چې د غيراسلامي آثارو لپاره هم د يوه موزيم په جوړولو وتوانيږو او د ۲۰۱۳ كال تر رارسيدو د غزني ټول تاريخي آثاردغه ولايت ته وليږدول شي.

Trending

Exit mobile version