سیمه ییز خبرونه
غزني به سبا د اسلامي هېوادونو د تمدن مركز اعلان شي
سيمه ييز چارواكي وايي:
د شنبې په ورځ(د وري۲۴) به غزني د اسلامي هېوادونو د تمدن مركز اعلان شي. د دغه نړيوال جشن د امنيت لپاره نږدې پېنځه زره امنيتي ځواكونه گمارل شوي دي.
سيمه ييز چارواكي وسلوالو مخالفينو ته خبردارى وركوي، چې كه د دې نړيوال جشن د گډوډولو هڅې وكړي، سخت به وځپل شي.
د غزني د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان محمدشریف یفتلي او امنيه قوماندان زړور زاهد وسلوالو ته خبردارى وركوي، چې د ورانكارو هڅو په صورت كې به ورسره سخت چلند وشي.
د غزني والي محمدموسی اکبرزاده جوړيدونكي مراسم اسلامي بولي او وايي:
څوك، چې د نورو په اشاره په ترهگريزو بريدونو لاس پورې كوي، د خپلو نيكونو وياړونو ته زيان رسوي.
د غزني ښار فضا دم گړۍ آرامه ښكاري، ترافيك هغه ريكشاوې او موټرسايكلونه په ښار كې نه پريږدي، چې قانوني اسناد نه لري.
غزني ښاريانو هم د ۲۰۱۳ م كال د نړيوال جشن لپاره د خپلو كورونو ديوالونه رنگ كړي او د ښاروالۍ مامورين د ښار په پاكولو بوخت دي.