تازه خبرونه
غزني ته د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د عملیاتو پر مهال دغه ولایت ته نومول شوی والي ملا قاسم له خپلو درې تنو ملګرو سره ووژل شو شو او دوه نور ټپیان دي.
رسنیو ته د دغه وزارت له خوا په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هوايي بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا ترسره شوي، چې په وینا یې د طالبانو ځینې موترسایکل او جنګي تجهیزات هم له منځه تللي دي.
سرچینه زیاتوي، ملا قاسم د غزني ولایت په بېلابېلو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې کورنیو چارو وزارت له دې مخکې په ورته عملیاتو کې لوګر ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي نجیب الله له وژنې هم خبر ورکړی و.