سیمه ییز خبرونه

غزني د طالبانو لپاره يو مهم او ستراتيژيك ولايت دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني والي وايي، چې غزني د طالبانو لپاره يو مهم او ستراتيژيك ولايت دى، نو ځكه  طالبان په دغه ولايت كې د نا امنيو د زياتولو هڅه كوي.

د غزني والي همدارنګه زیاتوي، چې د نا امنيو د مخنيوي او د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټاكنو لپاره د زمينې د برابرولو لپاره به د كورنيو چارو وزارت له مسئولينو سره په دغه ولايت كې خبرې وكړي.

د غزني نا ارامه ولايت، چې وېل كېږي وسله وال مخالفين د همدغه ولايت د لرې پرتو ولسواليو له لارې خپل اكمالات تر مركزي ولايتونو پورې رسوي.

د غزني والي محمد موسى اكبر زاده وايي:

د دغه ولايت اجرستان، ناوې، مقر او ګيرو نا امنو ولسواليو د چاڼ كولو او د را روانو ټاكنو لپاره د شرايطو د برابرولو په پلان كار كوي.

د غزني دامني قومندان پاسوال غلام محي الدين هم وايي، چې وسله وال مخالفين هڅه كوي په دغه ولايت كې حالات ګډوډ كړي او ټاتكنې له ستونزو سره مخامخ كړي.

د سړك غاړي ماينونه، غلچكي بريدونه، او د پاكستاني طالب جګړه مارو فعاليت هغه څه دي، چې په دغه ولايت كې سرخوګى جوړ كړى دى.

امنيتي مسئولين له چارواكو غواړي، چې د سرك غاړي د ماينونو سره د شنډولو لپاره مناسب امكانات وركړي.

Trending

Exit mobile version