پرمختګ او بشپړتیا
غزنی، د اسلامي تمدن پلازمېنه
پرون ورځ غزنى د ځانګړو مراسمو كوربه و په دې مراسمو كې دغه ښار د اسلامي تمدن د پلازمينې په توګه ونومول شو.
د غزني والي محمد موسى اكبرزاده په دې مراسمو كې د كورنيو او بهرنيو بنسټونو د نه همكارۍ له امله انديښنه وښوده او ويې ويل چې، غزنى د افغانستان وياړ دى او د ښه كيدو په برخه كې يې بايد پاملرنه وشي .
نوموړي له دولت څخه وغوښتل چې دغه ولايت په لومړۍ درجه ولايتونو كې شامل او هر كال يې د تاريخي ځایونو رغولو ته پنځه ميليون ډالره ځانګړي شي.
په دې مراسمو كې د افغانستان دولت او يو شمير اسلامي هيوادونو يو شمير لوړ پوړو چارواكو برخه اخيستې وه . دا مراسم په دې وياړ جوړ شوي وو چې د اسلامي ثقافت د مركز په توګه د غزني نومول كيدل ولمانځي.
همدا رنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې مراسمو كې د غزني وياړونه بې شميره وبلل او د آي سیسکو سازمان استازي عباس صدری چې دغه لقب يې غزني ته وركړى د دغه سازمان پيغام ولوست او دغه لقب يې نه يوازې د افغانستان بلكې د ټولې اسلامي نړۍ له پاره وياړ وباله.
دغه مراسمو ته له ليرې او نيږدې ولايتونو څخه ګڼ شمېر ميلمانه راغلي وو ، ډيرو میلمنو د خپلو ولايتونو لاسي صنايع هم په دې جشن كې نندارې ته وړاندې كړل.
دا مراسم به تر څلورو ورځو پورې دوام ولري . چارواكي وايي چې د دې نوم د تلپاتى ساتلو له پاره به هر کال دا جشن جوړوي.