تازه خبرونه
غلام سخي ميهن يار: د ټول سرتېري بايد د ترهګرو په وړاندې مبارزې ته تيار وي
د مارشال محمد قسیم فهیم د نظامي پوهنتون قوماندان غلام سخي ميهن يار د ملي اردو سرتېرو ته وايې چې دوی نه بايد له پاکستان سره د سولې د خبرو په تمه وي، بايد چې له ترهګرو سره جګړې ته تیار اوسي.
هغه ټینګار کوي چې د افغانستان د سرحدونو امنیت او ساتنه د واقعي خپلواکۍ په مانا ده.
هلته د ملي اوردو سرتېري سره راټول شوي وو چې د هېواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځي، خو دوی په هېواد کې د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنې او د ترهګرو له خوا د امنیت له ګډوډولو وېره لري.
د ملي اردو مسولین وايي چې سرتېري باید لستوڼي بډ وهي او د ترهګرو په وړاندې جدي مبارزې ته چمتو اوسي.
له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغان سرتېري له خپل هېواد څخه په خپلواکه توګه دفاع کوي. په همدی حال کې د ملي اردو قوماندان خپلو سرتېرو ته امر ورکړ چې د هېواد د ساتنې له پاره د دښمن په وړاندې خپل ټټر ډال کړي.
تېره اونۍ کابل پلازمېنه د سختو بریدونو شاهده وه او د ملي وحدت د حکومت رهبرانو پاکستان د ترهګرو په تمویل او تجهیز تورن کړ. له دی سره حکومت د دې پیغام د رسولو له پاره یو پلاوی پاکستان ته ولېږه ترڅو د افغانستان غوښتنې په روښانه ډول ورته بیان کړي.