تازه خبرونه
غني او بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو وغږېدل
Last Updated on: وری ۲۶, ۱۴۰۰
ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام (چارشنبه د وري ۲۵) له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ټیلیفون پر لیکه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر اشرف غني په خپل ټویټ کې په ډاګه کړې، چې له جو بایډن سره یې د سپټمبر پر ۱۱ له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پر پریکړې بحث او خبرې کړې دي.
ولسمشر ویلي، چې د واشنګټن پرېکړې ته درناوی لري او کابل به له خپلو امریکایي ملګرو سره په ګډه پر روان لیږد کار وکړي.
اشرف غني دا ډاډ هم څرګند کړی، چې د افغانستان حکومتي ځواکونه د هېواد په دفاع کې پوره وړتیا لري او کابل به له واشنګټن او ناټو سره د سولې هڅې روانې ساتي.
