بی بی سی پښتو
غني او خلیلزاد “له مذاکراتو مخکې پر اوربند ټینګار کړی”
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چارشنبه کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي، دواړو لوریو د افغان حکومت او طالبانو له مخامخ خبرو وړاندې پر اوربند ټینګار کړی دی.
اعلامیه زیاتوي چې “دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې او تر مخامخ مذاکراتو وړاندې یې د اوربند په ټینګښت یا د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار وکړ “.
دافغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، زلمي خلیلزاد تیاری وښود چې یاده موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.
په دې کتنه کې د بندیانو د تبادلې هم خبرې شوې دي او ټیګار شوی چې باید دې برخه کې یو واضح او معقول میکانېزم رامنځته شي.
زلمي خلیلزاد داسې مهال قطر او بیا کابل ته سفر کړی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې پر امریکا غږ کړی چې له دې ډلې سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي او دا “حیاتي فرصت ضایع نه شي.”
د ملا هبت الله اخوند په پیغام کې هم له اشارې پرته له امریکا غوښتنه شوې چې “چاته باید اجازه ور نه کړئ زموږ او ستاسو ترمنځ توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي”.
ملا هبت الله په افغانستان کې هغو وروستیو بریدونو ته هېڅ اشاره نه ده کړې، چې د ښځو په ګډون لسګونه ولسي وګړي پکې ووژل شول.
تر ټولو خونړی برید کابل کې پر روغتون و، چې د ښځو، نرسانو او ناروغانو په ګډون ۲۴ کسان پکې ووژل شول.
که څه هم افغان امنیتي چارواکو ددغه برید پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالبانو وویل دا برید دوی نه دی کړی.
- د طالبانو مشر: امریکا دې زموږ سره پر هوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي
- روسیه، چین، پاکستان او ایران د افغانانو د خپلمنځي خبرو ژر پیلېدل غواړي
- د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه
زلمی خلیلزاد داسې مهال له ولسمشر غني سره ګوري، چې درې ورځې مخکې د ولسمشر غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې عبدالله عبدالله د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر وي.
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنیز جنجال له امله لا هم د افغانانو خپلمنځي خبرې نه دي پیل شوې.
په ورته مهال تېره یکشنبه د افغانستان لپاره د ایران، پاکستان، روسیې او چین استازو په ګډه ویډيويي ناسته کې د افغان کشالې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له اوسني چانس ګټه واخلي.