تازه خبرونه
غني ته د پیاوړي مشر جایزه ورکړل شوه
ولسمشر محمد اشرف غني ته د امریکا د اتلانتیک څیړنیزې موسسې له خوا د پیاوړي مشر د جایزې ورکړه ونمانځل شوه.
دغه جایزه ولسمشر ته په ناوړه شرایطو کې د ښو کړنو په خاطر ورکړل شوه.
د ولسمشر تر څنګ درې نورو کسانو ته چې په پوځي، اقتصادي او هنري برخو کې ښه ځلیدلي هم جایزې ورکړل شوې.
په دغې ناسته کې د سرلوړي افغانستان د پروژې رییس هم اعلام شو.
د امریکاڅیړنیزه موسسه هر کال د ښه مشرتابه، پوځي، اقتصادي اوهنري برخو کې د ښه فعالیت له کبله خلکو ته جایزې ورکوي.
په نړیوالو مناسباتو کې د ښه مشرتابه جایزه دا ځل افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ورکړل شوه.
دغې موسسې په یوې غونډه کې جایزې څلورو تنو ته وویشلې.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره مدلین آلبرایټ:
“ولسمشر اشرف غني په نړیواله ټولنه کې د سولې د پروسې په پر مخ بیولو کې ښه رول لوبولی دی؛ د همدې خدمتونو له کبله هغه ته سږنۍ جایزه ورکړل شوه. همدا راز نوموړی یو ښه اقتصاد پوه او نړیواله څېره ده. هغه دغه هیله د افغانستان د خلکو په منځ کې پیدا کړې چې کولای شي د تفاهم او همکاريو په لور حرکت وکړي. هغه همدا راز ښودلې ده چې افغان دولت نړیوال امنیت او له خپلو خلکو نه ساتنې ته ژمن دی.
د افغان ولسمشر لور مریم غني هم په دې مرامسو کې خبرې وکړې:
“ولسمشر غني په بریاو باور لري او د علم او پوهې تږی دی. زه د اتلانتیک له شورا مننه کوم چې دغې شورا ولسمشر غني د پیاوړي مشر په توګه موندلی او د دغې جایزې مستحق یې بللی دی.“
بلخوا د امریکا د انتلانتیک څیړنیزې موسسې رییس په دغې ناسته کې د سرلوړي افغانستان په نوم پروژه معرفي کړه.
د دغې پروژې موخه دا ده چې له افغانستان سره دوامداره همکاري ته امریکایي سیاست وال وهڅوي.
د سرلوړي افغانستان پروژه د زلمي خلیلزاد له خوا تمویل کیږي او په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر جیمز کننګهم له خوا پر مخ وړل کیږي.
د امریکا د اتلانتیک د څیړنیزې موسسې رییس فدریک کمب:
“د نن شپې جایزه ولسمشر غني ته د هغو ګټورو هڅو له امله ورکول کیږي چې د افغانستان په حساسو شرایطو کې یې کړي دي.“
دا لومړی ځل دی چې د ښه مشرتابه جایزه د سویلي آسیا د سیمې د یوه هېواد ولسمشر ته ورکول کیږي.
د امریکا د اتلانتیک شورا رییس وایی، ولسمشر غني په تېرو څو میاشتو کې ښه کارونه کړي دي.
خبریال: فواد ناصری