تازه خبرونه

غني: د افغانستان- پاکستان ترمنځ نااعلان شوي جنګ د پای ته رسولو هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني وایی، چې هڅې یې پیل کړي څو د افغانستان او پاکستان تر منځ نااعلام شوې جګړه پای ومومي.

ولسمشرمحمد کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل چې افغانستان له تيرو۳۶ کلونوله پاکستان سره په نا اعلام شوې جګړه اخته دی اود تيرو۱۴ کلونوراپه ديخوا موږپه پاکستان دا منلې ده چې دوی زموږسره په جګړه کې دي.

ولسمشر کندهار د سياست مرکز وباله اود دې ولایت له اوسیدونکو یې وغوښتل چې د سولې په را منځته ته کولو کې عملا راپورته اوله دولت سره په دې برخه کې ګډ کار وکړي.

هغه وويل چې د دوی هڅې دادي چې ترهرڅه وړاندې د ۲ دولتونوترمنځ سوله رامنځ ته کړي هغه ټينګار وکړه چې په احساساتوسلوې ته نه رسيږو اوپه دې برخه کې بايد له پوره پوهې څخه کارواخلو.

هغه د ډيورنډ کرښې ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه چې د ډيورنډ د کرښې په اړه يې يوه خبره هم له پاکستاني چارواکوسره نه ده کړې اوترهرڅه وړاندې بايد د سولې په برخه کې کوټلې هڅې ترسره کړو.

نوموړي هغه ژمنوته هم اشاره وکړه چې د انتخاباتي کمپاينونوپرمهال يې د کندهارله اوسيدونکوسره کړې؛ خو ويې ويل چې ټولې ژمنې يې له ځان سره لیکلې او د وخت په تيريدوسره به عملي بڼه ورکوي.

نوموړي په دې ولايت کې د پوهنې، امنيت، اداري فساد اونوروبرخوکې ستونزې پرځای وبللې؛ خوزياته يې کړه چې په هربرخه کې يې پلانونه جوړکړي چې ځينې يې د عملي کيدوپه حال کې دي اوپاتې به هم عملي کيږي.

په دې غونډه کې د کندهار والي اوځينومخورو هم ويناوې وکړې اوزياته يې کړه چې دا مهال يې اساسي ستونزې په کليوالوسيموکې د پوهنې بهيرد کاغذ پرمخ شته والی اود بريښنا نشتوالی دی او د دې ترڅنګ ډيری ځوانان بيکاره دي چې بايد ورته پاملرنه وشي.

د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کيدو وروسته کندهارته د ولسمشرلومړنی سفر دی چې د کابينې له ځينوغړوسره يوځای ترسره کيږي.

خبریال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version