تازه خبرونه
غني د عبدالله ۵ نوماند وزیران رد کړل
سرچینو په ډاګه کړې؛ ولسمشر غني د عبدالله عبدالله پېنځه وزیران د کابینې د غړیتوب لپاره؛ ځکه ندي منلي، چې سیاسي وزن، وړتیا نلري او د خلکو استازیتوب نشي کولی.
ولسمشرۍ او سپیدار ماڼۍ د نوې کابینې د غړیو په اړه له اختلافاتو سره مخ شوي؛ ولسمشر غني لږ ترلږه د عبدالله عبدالله لخوا ورپېژندل شوي پېنځه نوماند وزیران هر یو د کرنې او مالدارۍ وزارت ته نوماند انوارالحق احدي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت ته نوماند مصطفی مستور، د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ته نوماند نوررحمان اخلاقي، د عدلیې وزارت ته نوماند فضل احمد معنوي او د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند محب الله صمیم د کابینې د احتمالي غړیو په توګه ندي منلي او ورسره یې مخالفت کړی دی.
ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي؛ حکومت غواړي پارلمان ته داسې وزیران وروپېژندل شي، چې سیاسي درناوی ولري، د دولت د ثبات هېنداره وي او خلک د نوماند په تېرو ژوند داډه وي. دا بحث د کابینې د بشپړولو لپاتره خورا اړین دی.
ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له مهمو سیاسی ملاتړو سره مخالفت کړی او وایي، چې د سپیدار یو شمېر وړاندیز شوي وزیران د وزیرکیدلو معیارونه نلري؛ خو سپیدار ویلي، سیاسي هوکړې او اساسي قانون صلاحیتونه او معیارونه ټاکلي دي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې عالی شورا ویاند فریدون خوځون وایي: په اساسي قانون کې د وزیرانو معیارونه په ډاګه شوي؛ خو په خواشینۍ، چې د ولسمشرۍ ویاند له سیاسي هوکړې، روانو بحثونو او د اساسي قانون له ګټو بې خبره دی.
په دې پرېکړه او اختلاف نیوکې شوې دي.
یو شمېر سیاستوال وایي؛ ځینې کسان، چې د ولسمشرله خوا هم معرفي شوي وړتیا نلري.
د اساسي قانون ۷۲ ماده د نوماند وزیرانو د غوراوي معیارونه ټاکلي :
۱ـ د افغانستان تابعیت لرل
۲ـ د لوړو زدکړو، کاري تجربې او نېی شهرت لرل
۳ـ له ۲۵ کلونو لوړ عمر
۴ـ په بشري ضد جرمونو او جنایتونو نه محکومیدل
حقوقپوه وحید فرزه یي وايي، چې د نوماد وزیرانو شرایط د اساسي قانون په ۷۲ ماده کې پوه څرګند شوي دي او د افرادو په غوښتنه او فرمایش د منلو وړ کیدی نشي.
“شرایط پیشبینی شده برای نانزد وزیران در ماه ۷۲ قانون اساسی افغانستان موجود است و به فرمایش افراد نمیتواند قابل پذیرش باشد.”
ویل کیږي، چې دې اختلافونو داسې انېښنې را پورته کړی، چې ښایي د سولې بهیر هم له خنډ و ځنډ سره مخ شي.