تازه خبرونه

غني د لنډمهاله ادارې له وېرې نوي ملګري لټوي – سیاستوال

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۱, ۱۳۹۹)

ځینې سیاستوال باوري دي، چې اشرف غني؛ ځکه د نویو ملګرو د پیدا کولو په لټه کې دی، چې له یوې خوا د لنډمهاله ادارې د جوړېدو مخنیوی وکړي او له بلې خوا یې واک له لاسه ونه وځي.

اشرف غني د بې واکه او بې ځواکه پاتې کېدو له وېرې له هغو کسانو سره ملګرتیا او همکاري پیل کړې، چې د ارګ زیاترو رسمي ناستو ته نه ور بلل کېدل.

 په همدې ترڅ کې نوموړي د مارشال دوستم لور راحله دوستم د انتصابي سناتورې او محمد محقق یې په پوځي او سیاسي چارو کې د خپل ستر سلاکار په توګه ټاکلي دي.

افغان سیاستوال باوري دي، چې ولسمشر د لنډ مهاله ادارې له جوړېدو هم وېره لري؛ نو، ځکه اوس طالب ضد څېرې او نفوذ لرونکي کسان خپلول غواړي.

د دوی پر اند دا یوه ناکامه او وړه لوبه ده، اشرف غني ورته غاړه ایښې ده.

د اسلامي جمعیت د مشرتابه غړی ستار مراد پدې اړه وایي:  لنډمهاله اداره راځي او اوسنۍ اداره به واک و ځواک ورته سپاري. دا د ټولو سیاسي ګوندونو اند دی… که غني په دې اند وي، چې ۴ کاله نور به هم د واک و ځواک لرونکی وي؛ کېدی شي دا هم( د دې کار) یوه شونتیا وي.        

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مرستیال ظاهر وحدت دغو خبرو ته په نغوته کې ویلي: د  محقق لپاره دا نوې دنده د سیاسي ملګرو د پیدا کولو کومه بڼه نده، بلکې ولسمشر غواړي، چې سیاسي ډلې د سولې د ښه مدیریت لپاره له ځان سره ولري.     

د لنډ مهال حکومت د جوړېدو خبره اوس پوره توده شوې؛ طالبان اسلامي دولت جوړېدل غواړي او جمهوریت پلوي هم د اسلامي جمهوریت د کار دوام.

سیاستوالو ویلي، چې دواړه لوري دې د حکومتدارۍ پر درېیم غوراوي هوکړې ته ورسیږي.

د افغانستان د اسلامي اتحاد ګوند مشر وحید الله سباوون په دې اړه ویلي: د واک و ځواک لېږد یوه لنډ مهاله حکومت ته، چې نظام ورسره بدلون ونکړي او دواړه لوري هومکړه وکړي.          

د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل هم د لنډ مهاله حکومت له جوړېدو سره ستونزه نلري؛ خو پدې شرط، چې په کې د دولت بنسټونه او جوړښټونه پخپل ځای پاتې وي او سمونونه راشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ورستیو انتصابونو په اړه څه نه وایي؛ خو ولسمشر ویلي، چې د واک پرېښودو یوازنۍ لار ټاکنې دي.

Trending

Exit mobile version