تازه خبرونه

غني: هیچا ته به په افغانستان کي د نیابتي جګړې اجازه ورنکړو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي؛ چا ته به په افغانستان کې د نیابتي جګړې او له دغې خاورې د بل هیواد په ضد د ګام پورته کولو اجازه ورنکړي.
هغه د سارک په غونډه کې د خبرو په لړ کې وویل چې په سیمه کې ثبات لپاره ګډو هڅو او همکاریو ته اړتیا ده. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم له تروریزم سره د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.
د سارک یا سویلي اسیا د هیوادونو د اقتصادي همکاریو اتلسمه غونډه د نیپال په پلازمینه کتماندو کې جوړه شوه. په دغه غونډه کې ټولو ګډونوالو ټینګار وکړ چې باید د سارک د غړو هیوادونو تر منځ، سوداګریزې، اقتصادي او سیاسي ستونزې باید حل شي.
افغان ولسمشر اقتصادي وده له ثبات سره تړلې وبلله او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د ثبات لپاره باید ګډې هڅې وشي. هغه په پکتیکا کې وروستۍ خونړۍ پیښې اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې تروریزم هره ورځ افغانان کړوي. ده خبرداری ورکړ چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې افغانستان د نیابتي جګړې ډګر وګرځوي.
ښاغلي غني وویل:” مونږ په خپل هیواد، ګاونډيو هیوادونو او سیمه کې د امنیت لپاره ژمن یو. مونږ چاته اجازه نه ورکوو چې افغانستان د خپلې نیابتي جګړې ډګر وګرځوي. مونږ ډاډ ورکوو چې زمونږ له خاورې به د هیڅ هیواد په ضد ګام نه پورته کیږي.”
د افغانستان په ګډون د سارک د اتو غړو هیوادونو بیوزلي د ټولې نړۍ د بیوزلۍ څلوېښت په سلو کې جوړوي. ولسمشر اشرف غني د سارک په غونډه کې له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په اساسي پروژو کې پانګونه وکړي:” مونږ په ۱۹۷۸ اویا کې په جګړه کې ښکیل شوو. مونږ سولې او ثبات ته ژمن یو. زه د افغان ولسمشر او د خپلو خلکو د خادم په توګه ژمن یم چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره جدي همکاري او کار وکړم.”
ظاهراً د هند او پاکستان ترمنځ شخړې د دې لامل شوې چې د سارک اتلسمه غونډه د اقتصادي مسایلو پر ځای پر امنیتي مسایلو تمرکز وکړي. د هند لومړی وزیر وايي، د ټروریزم د ریښو ایستلو لپاره اړینه ده چې ګاونډي هیوادونه ګام په ګام په خپلو کې سره همکاري وکړي؛ خو د پاکستان لومړی وزیر بیا وايي، چې د جګړې پر ځای باید د سیمې هیوادونه د بیوزلۍ او فقر پر وړاندې مبارزه وکړي:” د دې پر ځای چې د سارک غړي هیوادونه یو بل تخریب کړي، اړینه ده چې د بیوزلۍ د له منځه وړلو او اقتصادي پرمختګ او ثبات په رامنځته کولو سره لاسونه ورکړي.”
د سارک یا سویلي اسیا د هیوادونو د اقتصادي همکاریو غونډه هر کال په یوه غړیتوب لرونکي هیواد کې ترسره کیږي، اوسنۍ غونډه یې د نیپال په کوربتوب په پلازمینه کتمندو کې پیل شوې چې د پنجشنبې په ورځ به هم دوام ولري.

Trending

Exit mobile version