تازه خبرونه

غني: پاکستان دې د طالبانو له اوږد مهال ملاتړ لاس واخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني له اسلام آباد غوښتي چې د طالبانو له اوږدمهال ملاتړ لاس واخلي.

ولسمشر غني د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو ته د یوه لیک په لیږلو سره غوښتنه کړې چې د مشخصو ګامونو د پورته کولو له لارې په خپل هېواد کې د طالبانو پناه ځایونه بند کړي، او په افغانستان کې د هغوي د تاوتریخجن کمپاین د پای ته رسولو لپاره هم همکاري وکړي.

په ارګ کې سرچینو تایید کړې چې ولسمشر غني په هغه لیک کې چې همدا اوونۍ پاکستاني مشرانو ته لیږلي له هغوي غوښتي چې په راتلونکو درې اوونیو کې اوو مشخصو ګامونو ته په پام سره د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل صداقت په اثبات ورسوي.

ولسمشر غني په تېرو اوو میاشتو کې د کابل- اسلام آباد د اړیکو د ښه والي لپاره سختې هڅې کړي دي خو دې هڅو ظاهرا تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې.

مخکې له دې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ویلي و چې که پاکستان غواړي د افغانستان اعتماد تر لاسه کړي، نو باید په خپل هېواد کې د ترهګرو پناه ځایونه بند کړي.

له دې یوه ورځ وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي ویلي و چې که پاکستان نه شي کولای طالبان له افغانستان سره خبرو ته حاضر کړي، نو په خپله خاوره کې دې ورته اډې بندې کړي.

Trending

Exit mobile version