تازه خبرونه

غني: پاکستان دې له افغانستان سره ژمنه شوې ۵سوه ميليون ډالره د ترورېزم په خلاف لګوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمداشرف غني له پاکستان څخه غوښتي چې له افغانستان سره ۵سوه ملیون ډالره ژمنه شوې پیسې په خپل هېواد کې د سخت دریځۍ په خلاف ولګوي.

د ولسمشر په وینا په افغانستان کې له سولې پرته د پاکستان مرسته د افغانانو ستونزه نه حل کوي. ولسمشر چې د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې له پاکستان سره د ګډ کار هڅو یې ګټه ونه کړه او د بروکسل له کنفرانس وروسته له افغانستان سره د پاکستان نااعلان شوې جګړې لا شدت وموند.

د هند لومړي وزیر هم د سوله يیز افغانستان غوښتنه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د سخت دریځو او د هغوی د ملاتړو د ماتولو له پاره باید غښتلې اراده را منځ ته شي.

د اسیا زړه هېوادونو شپږمه غونډه د هند او افغان ولسمشرانو په ګډ کوربه توب د هند په امرتسر کې پیل شوه. په دغه غونډه کې د نړۍ څلوېښتو هېوادونو په ګډون د څوارلسو غښتلیو هېوادونو استازو هم ګډون درلود. افغان ولسمشر محمداشرف غني په خپلو خبرو کې له پاکستان سره د ګډ کار د هڅو د ناکامېدو سربېره پاکستان ته سخت پیغام ورکړ.

ولسمشر محمداشرف غني وايي: “پاکستان له افغانستان سره د سخا له مخې د پنځو سوو میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې. ښاغلی عزیز تاسو کولای شئ دغه پیسې په ښه توګه د سخت دریځۍ خلاف ولګوئ، ځکه چې په افغانستان کې له سولې پرته هر څومره مرستې د افغانانو درد نه دوا کوي. یو شمېر هېوادونه لاهم له ترهګرو ملاتړ کوي او خوندي ځایونه یې ورکړي. په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو یوه مهم غړي کاکا زاده په زغرده وویل چې که له دوی سره د پاکستان ملاتړ نه وای، طالبانو د یوې میاشتې تاب هم نه درلود. زمونږ د ستونزې حل، آسیایي، نړیوالو، اسلامي او سیمه يیزو هڅو ته اړتیا لري.”

ولسمشر له افغانستان سره د هند مرستې رڼې وبللې او زیاته یې کړه، هند هڅه کوي چې افغانستان له اړتیاوو وژغوري.

ولسمشر اشرف غني وايي: “د مهارتونو او اسانتیاوو له مخې د هند مرستې ډېرې ګټورې دي. هند غواړي له افغانستان سره داسې مرستې وکړي چې د افغانانو ستونزې پرې حل شي. د هند مرستې، شفافې، له قید او شرط او کوم پټ توافق پرته له افغانستان سره کېږي.”

له بلې خوا د هند لومړي وزیر وویل چې د اسیا زړه هېوادونو په غونډه کې نړیوالو په ډاګه کړه چې د پایداره او باثباته افغانستان له پاره ژمن دي.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي: “زمونږ عمل او خبرې ټولې په دې متمرکزې دي چې له افغانستان سره د اوږدمهاله او حیاتي ماموریت څنګه بریالی کړو. مونږ باید د افغانستان پنځلس کلن پرمختګونه وساتو ځکه چې دا یوازې د افغانستان په ګټه نه بلکې د سیمې په ګټه هم دي.”

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ټينګار وکړ چې د سخت دریځو او د هغوی د ملاتړو په خلاف د مبارزې له پاره باید سره یو موټی شو.

نرندرا مودی زیاتوي: “د افغانانو په رهبرۍ او اراده، سوله ډېره مهمه ده او د ستونزې حل په کې نغښتی دی. مونږ باید د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو په خلاف مبارزه کې سره یو موټی شو. له افغانستان سره دوه اړخیزې، سیمه يیزې همکاري د بشري ودې له پاره دوام ومومي.”

دغه راز افغان او هندي چارواکي وايي چې ډېر ژر به د سوداګریزو چارو له پاره یو هوايي دهلېز پرانیزي.

Trending

Exit mobile version