تازه خبرونه

غني: په ملکي وګړو بریدونه د منلو وړ نه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان په ملکي وګړو بریدونه د نه منلو وړ دي او د ملي یووالي حکومت به د خلکو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه راوړي.
ولسمشر د امریکا د دفاع له وزیر سره په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، افغان ځواکونه به پنځه ویشت ورځې وروسته د ټول هېواد امنیتي مسولیتونو ته اوږه ورکړي.
بلخوا د امریکا دفاع وزیر چک هیګل وایي، له دوه زره څوارلسم کال وروسته به افغانستان کې نږدې یولس زره امریکایي سرتیري پاتې شي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پوځي ماموریت پای ته پنځه ویشت ورځې پاتې دي او په همدې لړ کې د امریکا دفاع وزیر چک هیګل کابل ته راغی، او د امریکایي ځواکونو کورنۍ ستایي.
هیګل په افغانستان کې د خپل هېواد ماموریت له ننګونو ډک، پیچلی او خطرناک بولي. هغه څلورم ځل دی چې کابل ته راځي. هغه وایي، د ۲۰۰۲ کال په پرتله چې ده افغانستان ته سفر کړی و، اوس د دغه هېواد وضعیت ښه شوی دی.
د هیګل په خبره، د امریکایي ځواکونو د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته به لس زره اته سوه امریکایي سرتیري افغانستان کې پاتې شي :” زمونږ شاوخوا لس زره اته سوه سرتیري چې د هوکړه شوي نهه زره اته سوو څخه زیات دي په افغانستان کې به پاتې شي او خپل ماموریت به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې به پیل کړو.”
دغه امریکایي چارواکی هیله مندي ښیي چې امریکايي ځواکونه به له ۲۰۱۴ کال وروسته هغه عناصر په نښه کړي چې له القاعده سره اړیکه لري او یا ناټو او امریکایي سرتیرو ته ګواښ بلل کیږي:” مونږ د طالبانو او هغه عناصرو په وړاندې چې د القاعدې څخه ملاتړ کوي په افغانستان کې د خپل متحدینو سره مشخص عملیات کوو.”

ولسمشر محمد اشرف غني په ملکي وګړو بریدونه د نه منلو وړ بولي. دی وایي، له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغان ځواکونه په یواځې سر د ترهګرو خلاف مبارزه وکړي:” له زیاتو ګواښونو سره مخامخ کېږو چې ترې خبر یو، مونږ د بدلونونو په اړه خبر یو، خو یو مورد باید په څرګنده توګه بیان شي، زمونږ خلک هیڅکله تر ګواښ لاندې نه راځي. او مونږ به یقیني کړو چې افغانان په سوله او امنیت کې ژوند کوي.”

ولسمشر وایي، نړۍ له ګډ ګواښ سره مخامخ ده، او په عین حال کې له دغو خطرونو سره د مبارزې لپاره ګډ فرصتونه هم شته.
د همدې میلادي میاشتې په ۳۱ نیټه د امریکا او ناټو جګړییز ماموریت پای ته رسیږي، او دغه ماموریت کې نوې پاڼه پرانیستل کیږي.

Trending

Exit mobile version