تازه خبرونه

غواړم د افغانستان نوم د واشنګټن له غیر ناټو متحدینو څخه لرې کړم

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۶, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې، چې د افغانستان نوم د واشنګټن له غیر ناټو متحدینو څخه لرې کړي.

سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې، چې د جوبایډن پرېکړه د چهارشنبې پر ورځ په یوه رسمي لیک کې د امریکا کانګرس ته هم استول شوې ده.

د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو له وتلو او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته داسې ښکاري، چې افغانستان د خپلو پخوانیو نړیوالو ملاتړیو په ځانګړي توګه د امریکا لپاره نور پخوانی ارزښت له لاسه ورکوي.

د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې، چې افغانستان د واشنګټن د اصلي غیرې ناټو متحدینو له نوملړه ویستل شي.

سپینه ماڼۍ وايي، د جوبایډن پرېکړه د امریکا له کانګرس سره هم په یوه رسمي لیک کې شریکه شوې ده.

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي: د ۱۹۶۱ زېږدیز کال د بهرنیو مرستو د قانون د ۵۱۷  مادې پر بنسټ، زه غواړم، چې د افغانستان نوم د غیرې ناټو لوی متحد په توګه لغو کړم او زه غواړم تاسې ته د غیرې ناټو د لوی متحد په توګه د افغانستان د دریځ له لغو کولو خبر درکړم.

د ناتو متحدین یو ګډ دفاعي تړون لري، چې د غیر ناټو متحدینو لپاره بیا دوه اړخیزه دفاعي بڼه خپلوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د دغه دريځ په لغوه کولو سره به امريکا ۱۸ غيرې ناټو ۱۸ متحدان ولري، چې ارجنتاين، آستراليا، بحرين، برازيل، کولمبيا، مصر، اسرائيل، جاپان، اردن، کویټ، مراکش، نیوزیلینډ، پاکستان، فیلیپین، قطر، سویلي کوریا، تایلینډ او تونس هېوادونه دي.

اسلامي امارت د امریکا دغه کړنه د اندېښنې وړ نه ګڼي او ټینګار کوي، چې په تېرو شل کلونو کې د هېواد عام وګړي له همدې ادرسه ډېر کړیدلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی، چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د هغې پرېکړې په اړه، چي ویلي یې دي (غواړم، چې د امریکا د غیرناټو د لوی متحد په توګه د افغانستان موقف لغو کړم) کومه اندېښنه نلرو او نه هم دغه موقف افغانستان ته کومه ګټه کړې وه.

نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو شل کلونو کې افغانانو له همدې موقفه کړاوونه لیدلي او هیڅوک ترې ښه خاطره نلري. مونږ په ​​ډیپلوماتیکو او سوداګریزو برخو کې له نورو هېوادونو سره ښې، مثبتې او ډاډمنې اړیکې غواړو.

امریکا ته د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۲ زره او  ۴۶۱ سرتېري له لاسه ورکړي او ۲۰ زره نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د خپل غیرناټو هېوادونو د لوی متحد په توګه اعلان کړ او د کابل او واشنګټن لپاره یې د اقتصادي او دفاعي اړیکو د ساتلو زمینه برابره کړه.

Trending

Exit mobile version