لوبی

غواړم د روهیت شرما او شعیب اختر له ګډو ځانګړنو برخمن پاتې شم – کریم جنت

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۳, ۱۴۰۱)

 

د افغانستان هر اړخیز لوبغاړي کریم جنت ویلي، چې غواړي د هندي توپ وهونکي روهیت شرما او د پاکستان د پخواني تکړه توپ اچوونکي شعیب اختر له ګډو ځانګړنو برخمن پاتې شم.

روهیت شرما، چې د هند د کرکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر دی؛ د کرکټ د ډګر یو له غوره توپ وهونکیو څخه شمېرل کېږي. هغه په ​​نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د منډو جوړولو نړیوال ریکارډ لري او یوازنی لوبغاړی دی، چې په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې درې دوه سلیزې وهلي دي.

له بلې خوا د پاکستان شعیب اختر، چې په ۲۰۱۱ کال کې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد شوی، د کرکټ د ډګر تر ټولو د غوره توپ اچوونکي نوم یې خپل کړی دی.

کریم جنت، چې په ویکټ اخیستو کې د غوره ځانګړنې لرونکی دی له کریکبز سره په مرکه کې ویلي: زه په رښتیا هم دوه لوبغاړي خوښوم، چې یو یې شعیب اختر دی او بل یې روهیت شرما او دا زما غوښتنه ده، چې د دواړو ځانګړنې ولرم.

افغان کريم جنت زیاته کړې؛ هيڅوک باور نشي کولی، چې د افغانستان کرکټ به تر دې حده بريالی شي.

زه فکر کوم، چې مونږ استعداد لرو او مونږ باید ځانونه پیاوړي کړو؛ څومره، چې په نړیوالو کرکټ لوبو کې ولوبیږو همغومره به چټکه وده کوو.

Trending

Exit mobile version