سوداگري
غواړم کوکا کولا او مکډونالډ هم واخلم
د ټیسلا اجرائیه مشر، د ایکس سپیس بنسټوال او د ټویټر اوبپاڼې پېرودونکي ایلان ماسک څرګنده کړې؛ له ټویټر وروسته غواړم کوکا کولا او مکډونالډ هم واخلم.
که څه هم د ټویټر له پېرودلو یې ۴۸ ګړۍ تېءې شوې ندي؛ خو دغه امریکایي میلیاردر د چارشنبې پر شپه ټویټ وکړ، چې د کوکا کولا او مکډونالډ پېرودلو ته لیواله دی.
اوس هم دا څرګنده نده، چې د هغه دا ادعا ټوکه ده او که رښتیا.
هغه څو ورځې مخکې اعلان کړی و، چې په ټویټر کې یې ۹ سلنه ونډې اخیستي او بیا یې وړاندیز وکړ، چې د دغې شبکې هره ونډه یې پر ۵۴ اعشاریه ۲۰ زره ډالر ترلاسه کړې ده.
ټویټر په پای کې د دوشنبې پر ورځ اعلان کړه، چې د ټیسلا د مشر او ایکس سپیس د بنسټوال ایلان ماسک وړاندیز د ټویټر د پېرودلو لپاره پر ۴۳ میلیارد ډالرو ومنل شو.