سیمه ییز خبرونه

فاروق وردګ: وسله وال مخالفین دا ځل د هېواد تعلیمي مرکزونه په نښه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزير وايې، وسله والو مخالفينو خپله تګلاره بدله كړې او دا ځل د هېواد تعليمي مركزونه په نښه كوي. د پوهنې د وزير په وېنا، وسله وال مخالفين پر ښوونځيو باندې د بريدونو تر څنګ د انټرنټ له لارې درسي نصاب هم  په نښه كړى دى.

د پوهنې وزير فاروق وردګ، چې د ځواب ويلو لپاره مشرانو جرګې ته ورغلى وو، وايې، چا چې وړاندې تر دې ښوونځي په نښه كول او پر زده كوونكو يې تيزاب شيندل، اوس خپله كړنه بدله كړې او نوې تګلاره  تر لاس لاندې لري.

په ښوونځيو كې د ښوونكو او مامورينو كموالى، اداري فساد او په درسي نصاب كې ستونزې له عمده مواردو وو، چې ځينو سناتورانو ورته اشاره وكړه.

خو د پوهنې وزير ځينې دا ننګونې تائيد او ځينې ردوي.

د پوهنې د وزير په وېنا، د هېواد په كچه ۴۶۰ ښوونځي تړلي، شاوخوا دوه ميليون ماشومان له زدكړو بې برخې او د فعالو ښوونكو سم نيمايي مسلكي زدكړې نه لري.

Trending

Exit mobile version