تازه خبرونه

فارياب کې ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د امنیتي او سرحدي ځواکونو په پوستو د وسله والو په برید کې پنځه برید ګر وژل شوي او يوولس نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب امنیه قومندان عبدالنبي الهام وایي، په دې برید کې د طالبانو یو ډلمشر ملا سلیم چې په جندالله مشهور دی، هم وژل شوی او د طالبانو دغه تهاجمي برید په شا تمبول شوی دی.

وسله والو مخالفینو د پښتونکوټ ولسوالۍ د ګدای کلا او ناموسي سیمو کې د امنیتي او سرحدي ځواکونو پر پوستو حملې وکړې. د فاریاب امنیه قومندان زياتوي چې د وسله والو دغه برید په شا وتمبول شو، پنځه برید ګر په کې وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي. په دې جګړه کې دوه سرحدي پولیس برسېرن ټپیان شوي دي خو ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

په فاریاب کې امنیتي مسولین وایي چې په قیصار، المار او شرین تګاب ولسوالیو کې به ژر عملیات پیل شي او هڅه کېږي چې د وسله والو ډلې ژمي کې وځپل شي.

Trending

Exit mobile version