تازه خبرونه

فاریاب ولایت ته نومول شوی طالب والي وژل شوی – غیب الله سادات

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۳, ۱۳۹۹)

امنیتي چارواکو ویلي، چې تېره شپه د فاریاب ولایت د دولت آباد په اړوند سیمه کې د دې ولایت لپاره نومول شوی طالب والي له خپلو ۶ ساتونکیو سره وژل شوی دی.

شاهین ۲۰۹ قول اردو د دې ولایت د امنیه قومندان غیب الله سادات د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې تېره شپه دوه بجې د دې ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي له خپلو ۶ ساتونکیو سره د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د یادې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دې ولایت ته د طالبانو نومول شوی والي مولوي وکیل احمد ، چې ملا ناظم هم یادېده د دې ولایت د دولت آباد د پوپلزو په اړوند کلي کې د خپل ماین پر چاودنه له ۶ نورو کسانو سره وژل شوي دي.

طالبانو دا راپور رد کړی او تبلیغات یې بولي.

Trending

Exit mobile version