سیمه ییز خبرونه

فرانسه، جرمني، ایټالیا او بریټانیا د غزې د بیارغونې لپاره د عربو له پلان ملاتړ کوي

له غزې ملاتړو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “دا پلان د غزې د بیارغونې لپاره یوه رښتینې حل لار وړاندې کوي او که پلي شي؛ نو په غزه کې د میشتو فلسطینیانو د ژوندانه په شرایطو کې د چټک او دوامداره ښه‌والي زیری ور کوي.”

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریټانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ ویلي، چې دوی د غزې د بیارغونې لپاره د عربانو له ملاتړه د برخمنې طرحې ملاتړ کوي، چې لګښت یې ۵۳ میلیارډ ډالر او له دې سیمې څخه د فلسطینیانو د بې ځایه کیدو مخه نیسي.

له غزې ملاتړو وزیرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “دا پلان د غزې د بیارغونې لپاره یوه رښتینې حل لار وړاندې کوي او که پلي شي؛ نو په غزه کې د میشتو فلسطینیانو د ژوندانه په شرایطو کې د چټک او دوامداره ښه‌والي زیری ور کوي.”

دا پلان، چې مصر ترتیب کړی دی؛ د سې‌شنبې پر ورځ د عربي هېوادونو مشرانو تصویب کړ؛ خو د اسرائیلو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طرحه، چې د غزې تړانګه پر د “منځني ختیځ رویرا” د بدلولو لید یې وړاندې کړی؛ ردوی.

په راپور کې راغلي: مصر د یوې داسې اداري کمیټې د جوړولو وړاندیز کوي، چې خپلواک او مسلکي فلسطیني ټکنوکراټان رانغاړي، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د غزې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د غزې اداره پر غاړه واخلي.

دا کمیټه به د فلسطیني ادارې تر څارنې لاندې د لنډمهاله وخت لپاره د بشري مرستو د څارنې او د سیمې د چارو د مدیریت مسوولیت ولري.

څلورو اروپايي هېوادونو د شنبې پر ورځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دوی ” له عربي نوښت سره کار کولو ته ژمن دي” او له هغه “مهم سیګنال” چې عربي هېوادونوورسره د پراختیا له لارې لېږلی؛ ستاینه کوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې حماس ” باید نوره غزه اداره نکړي او د اسرائیلو لپاره ګواښ هم نه وي” او دا څلور هېوادونه “د فلسطیني ادارې د مرکزي رول او د هغې د اصلاحاتو د اجنډا له پلي کولو ملاتړ کوي.”

Trending

Exit mobile version