نړۍ

فرانسوي ځواکونو په آفریقا کې د داعشي ساحلي مشر وژلی

Published

on

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون (چارشنبه د وږي ۲۴ / د سپټمبر ۱۵) وویل، چې فرانسوي ځواکونو په لویه صحرا کې د داعش ځایي مشر عدنان ابو ولید الصحراوي وژلی دی.

مکرون په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې: دا په ساحل کې د ترهګرو ډلو پروړاندې یوه بله لویه لاسته راوړنه ده.

نوموړي د فرانسوي عملیاتو د ځای یایګي په اړه څه ندي ویلي.

د فرانسې د ولسمشر دفتر په ډاګه کړې، چې صحراوي د لویدیځې آفریقا په ساحلي سیمه کې د داعش تاریخي مشر و، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې امریکایي ځواکونه د خپل برید موخه ګرزولي وه.

سرچینې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې صحراوي د فرانسوي خیریه موسسې ۶ کارکوونکي او د دوی د نایجریایي موټر چلوونکي د وژلو امر کړی و.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ فرانسې د روان کال په جولای میاشت کې ویلي وه، چې په آفریقا کې به د داعش پر ضد عملیات پیل کړي.

Trending

Exit mobile version