لوبی

فرانسي مراکش مات کړ او په پایلوبه کې به له ارجنتاین سره ولوبیږي

Published

on

د قطر فوتبال نړیوال جام د پایلوبې په زړه راکښونکې سیالۍ کې مراکش مات شو او فرانسې پر دوه  ګولونو ځان د لوبې ګټونکی کړ؛ خو مراکش بریالی نشو، چې ګول وهنه ترسره کړي.

دا لوبه له پیله زړه راکښونکې وه او فرانسه بریالۍ شوه، چې د لوبې په پېنځمه دقیقه کې د یوه ګول پر ترسره کولو برلاسې شي او مراکش ملي لوبډلې د لوبې تر پایه ښې منډې ووهلې؛ خو پر ګول وهنه بریالۍ نشوه.

د فرانسې ملي لوبډلې غړي بریالي شول، چې په ۷۹ دقیقه کې دوه یم ګول هم د مراکش تر ګوله ورسوي او بریالۍ ګولوهنه تر سره کړي.

د نړیوال جام د سږنیو سیالیو نیمه پایلوبې ته د مراکش رسېدل د آفریقایي هېوادونو لوی ویاړ دی؛ خو بخت ورسره پایلوبې ته په رسېدو کې یاري ونکړه.

د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ ۲۷ به د فرانسې لوبډله د میسي له ارجنتاین لوبډلې سره په پایلوبه کې مخ شي، چې سر له اوسه پوره لیوالتیا ښیي.

که فرانسه د فوتبال نړیوال جام بیا هم وګټي؛ نو دا به په تېرو۶۰ کلنو کې د اتلولۍ یو بل تکرار وي. له دې مخکې برازیل په ۱۹۵۸ او بیا ۱۹۶۲ کلونو کې نړیوال جامونه پرلپسې ګټلي وه.

په دغه راوان جام کې د بلجیم، پرتګال او آسپانیا په څېر غښتلې لوبډلې له سیالیو ووتې؛ خو دا د مراکش لپآره یو ښه فرصت و، چې خپلې بشپړې هڅې نندارچیانو ته وړاندې او ځان غښتلی وښیي.

د یادونې ده، چې مراکش فوتبال ملي لوبډله په سږنیو لوبو کې ښه وځلېده؛ خو د تکړه لوبغاړیو له ټپي کېدو سره سره یې ثابته کړه، چې د ډېرو فوتبال مینه والو زړونه یې خپل کړي دي.

Trending

Exit mobile version