نړۍ
فرانسې خپلو وګړیو ته له ایرانه د وتلو سپارښتنه وکړه
د رویترز د راپور له مخې؛ فرانسې د جمعې پر ورځ له خپلو اتباعو وغوښتل، چې ژر تر ژره له ایرانه ووځي او ځانونه له خپلسرو نیونو خوندي کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خپله اوبپاڼه کې څرګنده کړې: هر فرانسوی سیلاني د خپلسرو نیو نواو ناعادلانه محاکمې له پوره خطر سره مخ دی.
فرانسې پدې اوونۍ کې پر ایران هغه مهال د دیکتاتورۍ کړنو له کبله تندې نیوکې وکړې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې د یوې ویدیو له خپریدو وروسته د خپلو دوه وګړي د یرغمل کېدو ننداره وکړه، چې پر جاسوسۍ اعتراف کوي.
ایران د څو اوونیو په ناکراریو کې بهرنیان ښکېل بولي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ له ایرانه وغوښتل، چې نیول شوي دوه فرانسویان خوشې کړي.
د ایران دولتي رسنیو د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې د ایران روغتیایي بنسټونو هغه راپور رد کړی، چې ګواکې مهسا آمیني د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې پر سر او غړیو د ټپونو له کبله مړه شوې وي او د هغې مړینه یې له پخوانیو طبي شرایطو سره تړلې ګڼلې ده.
د پولیسو په بند کې ۲۲ کلنې مهسا آمیني مړینه په ټول ایران کې د درې اوونیو ناکراریو لامل شوه، چې په تېرو کلونو کې د ایران د دیني مشرانو لپاره ترټولو لویه ننګونه ده.
د هغې پلار ویلي، چې په پښو کې یې زخمونه لیدل شوي او پولیس یې د هغې پر مړینه تورن کړي دي.
په روغتیايي راپور کې راغلي، چې د هغې مړینه پر سر او غړیو د ضربې له کبله نه ده؛ خو دا هم ندي ویل شوي، چې آیا هغې کوم زیان لیدلی او که نه.
آمیني د سپتمبر پر ۱۳ په تهران کې د نامناسب لباس له کبله ونیول شوه او درې ورځې وروسته مړه شوه.
