تازه خبرونه
فرانسې د افغانستان لپاره درې میلیون یورو مرسته وکړه
د دې راپور له مخې؛ په لومړنیو ښوونځیو کې به له ۱۵ زره ډېر هلکان او نجونې هره ورځ صحي خواړه ترلاسه کړي او له ۳۵ زره ډېر خلک به د خپلو کورنیو د تغذیې د ښه کولو لپاره له نباتي غوړیو څخه ګټه پورته کړي.
فرانسې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته درې میلیون یورو ( څه باندې ۲۱۶ میلیون افغانۍ ) ځانګړې کړې دي.
دې ټولنې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې مخ پر زیاتېدونکې لوږې پر میندو او ماشومانو سخته اغېزه کړې ده.
د دې راپور له مخې؛ په لومړنیو ښوونځیو کې به له ۱۵ زره ډېر هلکان او نجونې هره ورځ صحي خواړه ترلاسه کړي او له ۳۵ زره ډېر خلک به د خپلو کورنیو د تغذیې د ښه کولو لپاره له نباتي غوړیو څخه ګټه پورته کړي.
همدارنګه، نږدې ۶۰ زره تنکي ماشومان او له ۱۰ زره ډېرې اومیدواره یا شیدې ورکوونکې میندې به ځانګړي ځواکمن شوي خواړه ترلاسه کړي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت مسوولې سلینا ګرنه کاتالانو ویلي، چې له درې پر څلورمې برخې زیاتې افغانې کورنۍ د خوراکي توکو د برابرولو توان نلري.
هغې زیاته کړې: فرانسه له خوارځواکۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکوي؛ پر ۲۰۲۵ کال په پاریس کې د ودې لپاره د تغذیې د نړیوالې غونډې کوربتوب ته چمتووالی نیسي او د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د اړتیا په وخت کې د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
د راپورونو له مخې؛ د سږ کال مالي بحران د دې لامل شوی، چې د خوړو نړیوال پروګرام ونه توانید دوه میلیون ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره اړین خواړه برابر کړي.
همدارنګه تېر کال د بوجې نشتوالی د دې لامل شو، چې ۱۰ میلیون خلک له خوراکي مرستو څخه بې برخې شي او د ځینو ولایتونو د بېړنۍ خوارځواکۍ کچې ته د ستنېدو خطر زیات کړي.
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مرستیال هارالډ مینهارټ دا مرستې په دې حساس وخت کې وستایلې او وایي، چې افغان میندې او ماشومان د لوږې له بحران څخه تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
هغه زیاته کړې: افغانستان د نړۍ د لوږې یو پر ګوته شوی ځای دی او د وګړو څلورمه برخه یې له لوږې سره مخ ده. له ۱۰ کورنیو څخه ۹ یې د میرمنو پر مشرۍ کافي خواړه نشي چمتو کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ویلي: په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه راز د ملګرو ملتونو یو شمېر بنسټونه هم په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره د بشري مرستو لپاره د بودجې له کموالي خبرداری ورکړی دی.
