تازه خبرونه

فرانسې له اسلامي امارت سره د بې‌اسناده افغان کډوالو پر بېرته ستنولو خبرې پیل کړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۳, ۱۴۰۵

 

د فرانسې کورنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د هغو افغان کډوالو پر بېرته ستنولو تخنیکي خبرې پیل کړي، چې په فرانسه کې د قانوني استوګنې اسناد نه‌لري.

د عرب نیوز د څرګندونو له مخې؛ د فرانسې کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د دوشنبې پر ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې د استازو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال ویلي؛ پاریس هڅه کوي د هغو افغانانو د بېرته لېږلو زمینه برابره کړي، چې په فرانسه کې ناقانونه اوسېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا خبرې یوازې تخنیکي بڼه لري.

نونیز زیاته کړې، د دغو افغانانو ځینې یې ښايي د عامه نظم او امنیت لپاره ګواښ وي او د دوی بېرته لېږل د فرانسې له لومړیتوبونو څخه دي.

هغه د ورته اقدام لپاره د جرمني هڅو ته هم نغوته کړې ده.

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د دغو خبرو پخلی کړی او څرګندوي؛ موخه یې د هغو افغانانو بېرته لېږل دي، چې په فرانسه کې ناقانونه اوسېږي او د دغه هېواد د ملي امنیت لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

د دغه وزارت ویاند زیاته کړې؛ په دې بهیر کې به د پناه غوښتنې غوښتونکي او ښځې شاملې نه وي او د فرانسې حکومت دا اقدام د خپلو وګړو د امنیت لپاره اړین بولي.

هغه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د استازو د منلو یا په فرانسه کې د هغوی د حضور کوم پلان اوس‌مهال نشته او خبرې یوازې پر تخنیکي کچه روانې دي.

دغه راز د فرانسې د ایکولوژیستانو ګوند یوې استازې لیا بالاژ ال‌ماریکي له اسلامي امارت سره د دغو خبرو پر پیل نیوکه کړې او د فرانسې حکومت یې له اسلامي امارت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو پر لوري د لومړي ګام په پورته کولو تورن کړی دی.

فرانسې د ۲۰۲۱ز. کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته دا حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی او ډیپلوماتیکې اړیکې یې ورسره نه‌دي ساتلي؛ خو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو یې له اسلامي امارت سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي.

Trending

Exit mobile version