کوید۱۹

فرانسې له افغانستان سره د کرونا واکسین ١٤٤ زره دوزه مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۰)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې فرانسې د یکشنبې پر ورځ د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته د کرونا ویروس د واکسینو لومړنۍ مرسته  وسپارله.

عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په دې مرسته کې ١٤٤ زره دوزه د استرازینکا واکسین دي، چې د کوواکس بنسټ له لارې د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي د افغانستان د حکومت په استازیتوب د فرانسې هېواد له مرستې مننه وکړه او د کرونا واکسین یې د کرونا ویروس د کمولو تر ټولو اغېزمنه لار وبلله.

سالمي زیاته کړې؛ د واکسین دا دوز پر هغو خلکو پلی کېږي، چې مخکې یې د استرازینکا لومړی دوز ترلاسه کړی او له دوه یم دوزه د واکسین د نشتون له کبله بې برخې پاتې شوي.

هغې دغه راز ویلي، چې کرونا ویروس یوه نړیواله ستونزه ده او ټولیز انسجام ته اړتیا لري. هغې له ټولو نړیوالو شریکانو او هېوادونو وغوښتل چې د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دغه راز په کابل کې د فرانسې سفارت چارسمبالي توماس ګیبرټ ویلي: په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمې څپې سخته اغېزه کړې او فرانسې هېواد د دې ویروس پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره پرېکړه کړې، چې د افغانستان له روغتیایي سکتور سره د کرونا استرازینکا واکسین ١٤٤ زره دوزه مرسته وکړي، چې اوس یې موږ د سپارلو لیدونکي یو.

توماس ګیبرټ زیاته کړې، چې هېواد یې د افغان له ډاکترانو سره د مسلکي زدکړو په برخه کې همکاري کړې، چې په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ روانه وي.

د یادونې ده، چې د افغانستان حکومت له فرانسې هېواد څخه د کرونا واکسین پر ترلاسه کولو سربېره له امریکا، چین، سویډن او هند څخه هم واکسینونه ترلاسه کړي دي.

 

Trending

Exit mobile version